سږ کال هم د افغانستان په بازارونو کې د هندواڼو قیمت لوړ نه دی

د کابل د تایمنیو پروژې د دوهم سړک په بازار کې د هندواڼو په یوه دوکان کې، په سلګونه هندواڼې پرتې دي، من اتیا افغانۍ، هغه هم د چاړې په شرط.

د دې سیمې یو اوسېدونکی اتل وايي، سږ کال هم د افغانستان په بازارونو کې د هندواڼو قیمت لوړ نه دی او د متوسط اقتصاد لرونکي ډیری کورنۍ یې د اخیستلو او خوړولو توان لري:" ارزانه ده، مازدیګر کې بیخي ارزانه کېږي، ان یوه برابره هندواڼه په ۳۰ افغانۍ هم ورکوي، د غریبانو میوه ده. "

یوازې په کابل کې نه، نورو ولایتونو کې یې هم بیې ښې دي، د کندهار اوسېدونکی احمد ظاهر هم ورته خبره کوي:" په افغانستان کې مونږ ښه پرېمانه میوه جات لرو، خټکي، هندواڼې، انګور، انار، زردالو، شفتالو، اینځر دا ټول پرېمانه او ډېر ارزانه دي، د هندواڼو قیمتونه له پنځوس افغانۍ نیولې تر سل افغانۍ، شپېته، اویا تر اتیا افغانۍ، مختلف قیمتونه لري چې ډېر ارزانه دي، په شپیته افغانۍ یوه هندواڼه اخیستلی شې، چې د ټول فامیل بس کېږي."

کابل کې د هندواڼو او خټکیو مارکیټ د مسوولینو په وینا، په لومړیو ورځو کې د نمیروز هندواڼه یو من له ۱۵۰ تر ۲۰۰ افغانیو پورې خرڅېده، د فراه ۱۰۰ تر ۱۲۰ افغانیو پورې، د جلال اباد ۵۰ تر ۸۰ ، د غزنې او کندز تر ۵۶ او د ښرنې هندواڼه به هم یو من ۳۰ تر ۴۰ افغانۍ خرڅېده.

د دغه مارکیټ رییس عبدالباري زرافشاني ازادي راډیو سره خبرو کې وویل، اوس په دې ورځو کې د زابل د شاجوی هندواڼه راشروع ده، او د ښرنې او لوګرهندواڼه هم راروانه ده.

خو نوموړي زیاته کړه چې، سږ کال تر اوسه یوازې تاجکستان ته د افغانستان د هندواڼو صادارات شوي دي:" بهر صادارات مو پخوا یوازې پاکستان ته درلودل خو اوس له پاکستان سره اړیکې خرابې دي، متاسفانه لاره یې تړلې ده، سږ کال مونږ تاجکستان ته واستوله، تر سل، یو نیم سل ان دوه سوو موټرو پورې به مو لېږلې وي. "

د یادونې ده چې مخکې یو شمیر کروندګرو ازادي راډیو سره په خبرو کې په کور دننه د هندواڼو له بازار شکایت کړی و او ویلي یې وو، حاصلات یې ښه دي خو بیې دومره تیتي دي چې ځني ان خپل لګښتونه نشي پوره کولای.

د طالبانو حکومت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د معلوماتو له مخې تیر لمریز کال په دغه هیواد کې ۷۲ زره هکتاره هندواڼه کرل شوې وه چې ۱.۳ میلیون متریک ټنه یې حاصل و، د سږکال حاصل تر اوسه معلوم نه دی، خو د دوی په خبره اټکل دا دی چې ممکن د تېر کال په پرتله ۵ تر ۱۰ سلنه زیات وي.

هندواڼه په ګڼو هیوادونو کې ډیر خوښونکې تازه میوه ده، شاوخوا ۹۲٪ اوبه لري، چې ګرم موسم کې د بدن د اوبو د پوره کولو لپاره ډېره ګټوره بلل کېږي.

د دې مېوې اصل د افریقا له تودو سیمو سره تړل کېږي او له زرګونه کاله پخوا کرل کېده.

د هندواڼې نړیواله ورځ هر کال د اګست په ۳مه نمانځل کېږي او په دې ورځ خلک هندواڼه خوري، جوس او مېوه‌يي سلادونه ترې جوړوي او ځینې ځایونه د هندواڼې د خوړلو سیالۍ هم ترسره کېږي خو په ځنيو ځایونو کې بیا په نورو ورځو یعنې د دې نېټې د اوونۍ په ترڅ کې هم نمانځل کېږي.