خپل هیواد ته ستانه شوي کډوال له څه ډول ننګونو سره مخامخ دي؟

په ګاونډیو هېوادونو کې له کلونو اوسېدو وروسته، افغانستان ته بېرته ستنېدا د یو شمېر افغان کډوالو لپاره د ستونزو پای نه دی.  کار موندل، لګښتونه برابرول او له سره د ژوند پیل هغه ننګونې دي چې ځینې بېرته ستانه شوي ورسره مخ دي.

۳۴ کلنه زینب، د دوو ماشومانو مور ده چې یوې یې ۹ او بل ۱۳ کلن دی، نوموړې په ایران کې له څلور کاله اوسېدو وروسته شاوخوا یو کال مخکې بېرته افغانستان ته ستنه کړل شوه.

هغه وايي "زما د کور ټول سامان په ایران کې پاتې شو. د کور پیسې، زما وسایل او هر څه مې همغلته په میدان کې پاتې شول."

دا چې اوس د بلخ ولایت په مزارشریف ښار کې ژوند کوي، وایي کوم کار او ګټه نه لري او د خپل ځان او ماشومانو د اړتیاوو برابرولو ته اندېښمنه ده:"کله چې په ایران کې وم، ژوند مې ښه روان و، ځکه چې کار مې درلود. خو له کومې ورځې چې افغانستان ته راغلې یم، نه کور لرم، نه د اوسېدو ځای او نه هم د ژوند کومه وسیله. اوس د خپل سپین ږیری پلار په کور کې اوسیږم. زموږ د کورنۍ لس غړي دي چې ټولې ښځې دي؛ مور مې او خویندې مې."

زینب وایي، ایران ته ځکه ولاړه چې د خپل ځان او خپلو ماشومانو د ژوند لګښتونه ورله غاړې وو. هغې په

هیواد ته راستنه شوې زینب وايي: نه کور لرم، نه د اوسېدو ځای او نه هم د ژوند کومه وسیله

تهران کې د ګنډلو په یوه شرکت کې کار کاوه، خو وایي چې افغانستان ته له راستنېدو وروسته وزګاره ده:"زه خپله ټوله هڅه کوم. هر ځای ته ورځم، دفترونو او روغتونونو ته. کاشکې چې چیرې صفاکاري راته پیدا شي، لږ تر لږه دومره عاید به ولرم چې د خپلو ماشومانو لګښتونه برابر کړم، پر خپلو پښو ودرېږم او چا ته محتاجه نه شم."

د زینب راستنېدل، خپل هیوادته له ګاونډیو هېوادونو د افغانانو د پراخې بېرته ستنېدنې د بهیر یوه برخه ده.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د لویې کمېشنرۍ (UNHCR) د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر څخه د روان کال تر اپرېل پورې ۵.۴ میلیونه افغانان له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي دي، چې د پام وړ شمېر یې په جبري ډول ستانه کړل شوي دي.

دا بېرته ستنېدنه په داسې حال کې دوام لري چې افغانستان له دې وړاندې هم له اقتصادي ستونزو او د کار د فرصتونو له کمښت سره مخ و. نړیوال بانک د تېر کال په اپرېل کې په یوه ارزونه کې ویلي وو چې بېوزلي، د خوړو نه خوندیتوب او بېکاري لا هم د هېواد له اساسي ننګونو څخه دي، او د ښځو پر اقتصادي مشارکت محدودیتونو اقتصادي وضعیت نور هم اغېزمن کړی دی.

د یادونې ده چې دا یوازې د بېرته ستنو شویو میرمنو ستونزه نه ده؛ بلکې یو شمېر بېرته ستانه شوي نارینه هم وایي چې له ستنېدو وروسته د کار په موندلو او د خپلو کورنیو د اړتیاوو په پوره کولو کې له سختو ستونزو سره مخ دي.

محمد ولي، چې له دغو بېرته ستنو شویو کسانو څخه دی او شاوخوا یوولس میاشتې مخکې له پاکستانه خپل هیواد ته ستون شوی وايی ۱۹ کاله یې هلته تیر کړل.

دی زیاتوي، که څه هم د خپلې ۱۱ کسیزې کورنۍ سرپرستي ورله غاړې ده، خو تر اوسه یې کار نه دی موندلی او له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی:"له هغه وخته چې له پاکستانه کابل ته راغلي یو، څو ځله بازار ته د کار په خاطر تللی یم، خو کار نه پیدا کېږي. د خوراکي توکو کمښت دی، د اوبو ستونزه لرو، ژوند مو دلته ډېر سخت دی. له حکومت او مرستندویه بنسټونو هیله لرو چې موږ سره مرسته وکړي او د کار زمینه راته برابره کړي."

د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) د تېر کال په ډسمبر کې خبرداری ورکړی و چې افغانستان ته د افغان کډوالو پراخه ستنېدنه پر عامه خدمتونو، د کار پر بازار او زیانمنو ټولنو فشار زیاتوي او بشري او پراختیايي مرستو ته اړتیا نوره هم ډېروي.

خو زینب وایي، سره له دې ټولو ستونزو، هڅه کوي خپل ژوند له سره جوړ کړي:

"که څه هم درې ځله مې خپل ژوند له صفره پیل کړی، خو بیا مې هم خپله اراده نه ده بایللې او نه تسیلمه شوې یم، لا هم پر خپلو پښو ولاړه یم او دا ځل هم خپله هیله له لاسه نه ورکوم. له خدایه یوازې حلاله مړۍ او ارام ژوند غواړم."