امریکا غواړي یوه افغانه د ترهګرۍ د ځانګړې محکمې له لارې افغانستان ته ولېږي

د امریکا د عدلیې وزارت غواړي یوه ۴۷ کلنه افغانه، نذیره حاجي‌زاده، د بهرنیو ترهګرو د ایستلو ځانګړې محکمې (ATRC) له لارې له امریکا وباسي.

دا لومړی ځل دی چې دا محکمه د یوه داسې بهرني وګړي د ایستلو لپاره کارول کېږي چې د چارواکو په وینا، د داعش پلوي کورنۍ د ترورویستي برید په پلان کې یې مرسته کړې ده.

د امریکا د چارواکو په وینا، نذیره حاجي‌زاده او د هغې د کورنۍ غړي په ۲۰۲۴ کال کې د انتخاباتو په ورځ د داعش په ملاتړ د ډله‌ییز برید په پلان کې ښکېل وو. د هغې زوی عبدالله حاجي‌زاده او زوم ناصر احمد توحیدي مخکې په همدې قضیه کې مجرم پېژندل شوي دي.

د عدلیې وزارت وایي، کورنۍ د برید د تمویل لپاره د خپل کور او نورې شتمنۍ د پلورلو هڅه کړې وه، او نذیرې حاجي‌زاده هم پلان درلود چې د کورنۍ نور غړي له برید مخکې افغانستان ته ولېږدوي.

امریکايي چارواکي وایي، د ترهګرۍ په قضیو کې د بهرنیو وګړو لپاره په امریکا کې ځای نشته، او د همدې دلیل له مخې غواړي نوموړې د ځانګړې محکمې له لارې له هېواده وباسي.