په پاکستان کې میشت یوشمیرافغان خبریالان چې دریمو هیوادونو ته د تلو انتظارباسي، د پاکستان د امنیتي ځواکونو له خوا د نیول کیدو او بیرته افغانستان د ستنولو له جدي سره مخ دي. اکثره دغه خبریالان د ۲۰۲۱ کال په دوبي کې پرافغانستان د طالبانو له بیا ځلي واکمنیدو وروسته پاکستان ته تللي چې د ډیرو ویزې یې خلاصې شوې او په هغه هیواد کې په پټه ژوند کوي.
یو له دغو خبریالانو چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم یې په راپورکې خپورشي د شنبې په ورځ د زمري په لسمه ازادي راډیو ته د خپل غږ د بدلون په شرط وویل چې د جولای له لسمې راهیسې چې پاکستان د ناقانونه بهرنیانو د نیولو او بیرته ستنولو بهیرګړندی کړی، یوشمیرافغان خبریالان هم نیول شوي او بیرته افغانستان ته استول شوي دي. د هغه په خبره د پیښور او اسلام آباد په ګډون د پاکستان په ځینو نورو سیمو کې ډیری خبریالان چې ویزې یې نور اعتبار نه لري اوس په پټه ژوند کوي.
څه خبریالان چې پټ دي، نوهغوی هم ډیردا خطراحساسوي، د شپې ډیرو خلکو ته خوب نه ورځي
" اول د ۲۰۲۵ کال د می راهیسې هغه ویزې چې پخوا تمدیدلې، نورې هغه نه تمدیدیږي، دا یو مشکل دی، بل نو په مجموع کې هغه افغانان چې ویزې نه لري، دوی ته ناقانونه کډوال وایي، دوی شړل کیږي چې په دوی کې خبریالان هم نیول شوي او ډیپورټ شوي دي. څه خبریالان چې پټ دي، نوهغوی هم ډیردا خطراحساسوي، د شپې ډیرو خلکو ته خوب نه ورځي، لویانو، ماشومانو، ښځوته، دغه خطرشته چې پولیس به راشي، داسې د شپي هم ورځي کوروته."
دغه خبریال چې وایي د طالبانو له بیا واکمنیدو مخکې یې ډیر کلونه په افغانستان کې له یوې نړیوالې رسنۍ سره کارکړی، دې ته اندیښمن دی چې که ونیول شي او افغانستان ته بیرته واستول شي، د خپلي کاري سابقې له امله به د طالبانو لاس ته ولویږي. دا چې په پاکستان کې میشت د افغان کډوالو په ډله کې څومره یې خبریالان دي، دقیق شمیریې ندی معلوم خو د بې پولې خبریالانو ټولنې څه موده مخکې د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه راپورکې ویلي وچې هغه شمیرخبریالان چې له افغانستانه وتلي، په نړۍ کې بل هیڅ هیواد نشته چې دومره خبریالان ترې وتلي وي.
دې ټولنې افغانستان د «خبریالانو د جلاوطنۍ نړیوال مرکز» بللی او ویلي یې وو چې د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ لږ تر لږه ۶۷۷ افغان خبریالان د ګواښونو، نیونو یا د مرګ له خطر سره د مخامخ کیدو له ویرې اړ شوي چې خپل هېواد پرېږدي.
په دې اړه نور:
پاکستان کې پر افغان خبریالانو فشار، دوی له اسنادو سره سره نیول کیږيپه اسلام اباد کې مېشت یو بل افغان خبریال هم په پاکستان کې پرافغان کډوالو د فشارونو د زیاتیدو له امله له ورته وضعیت سره مخامخ دی. هغه هم چې نه یې غوښتل نوم یې په راپورکې خپورشي ازادي راډیو ته وویل چې له یوې خوا د ویزو د تمدید بهیر بند دی او له بلې خوا اندیښنه لري چې که پولیس یې ونیسي او افغانستان ته یې ولیږي نو هلته به یې ژوند له خطرسره مخ شي.
عملاً کډوال نیول کېږي او کمپ کې درې څلورو شپو ساتنې نه وروسته ډیپورت کېږي
"له بده مرغه پاکستان کې د خبریالانو او هغو کډوالو چې له ۲۰۲۱ کال وروسته دلته راغلي، وضعیت یې ډېر خراب دی، یو خوا ویزې بیا نه تمدیدېږي او بلخوا د پولیسو عملیات روان دي، عملاً کډوال نیول کېږي او کمپ کې درې څلورو شپو ساتنې نه وروسته ډیپورت کېږي، په داسې حال کې چې زما په ګډون خبریالان بیرته افغانستان ته تلی نه شو او ژوند شدیداً خطر سره مخ دی،او موږ مجبور یو چې همدې کورني حبس کې ځانونه وساتو تر څو نورو هېوادونو ته مې د کیسونو پروسس پای ته ورسېږي."
په پاکستان کې میشت یوشمیرافغان خبریالان وایي، له یوې خوا د استوګنې له ځایونو راوتلای نشي او له بلې خوا اړوي چې د نیول کیدو له ویرې استوګن ځایونه بدل کړي. د خبریالانو د مدافع ټولنو په ګډون د ملګروملتونو یوشمیرادارو په تیر کې د پاکستان له حکومته غوښتنې کړي چې په هغه هیواد کې د افغان خبریالانو خوندیتوب یقیني کړي او هغوی بیرته افغانستان ته ونه لیږي، هغه هیواد ته چې د بې پولې خبریالانو ټولنې په وینا افغان خبریالان لا هم د رسنیزو فعالیتونو له امله له جدي ګواښونو او محدودیتونو سره مخامخ دي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه مأموریت (یوناما) هم په هغه راپور کې چې د تیرې سې شنبې په ورځ یې خپور کړ، وویل چې په افغانستان کې خبریالان او رسنۍ لاهم ترفشارلاندې دي. یوناما وویل چې د خبریالانو د توقیف او د رسنیو د فعالیتونو د ځنډولو څو پېښې یې مستندې کړي چې هغه د دې څرګندونه کوي چې د رسنیو سکټور لاهم په یوه ستونزمن چاپېریال کې فعالیت کوي.
په دغه راپور کې د واکمنو چارواکو له خوا پر رسنیو د فشارونو په اړه د خبریالانو د نیول کېدو او د رسنیو د تړل کېدو د څو پېښو یادونه شوې او دغه راز ویل شوي چې یو شمېر رسنیو د مالي ستونزو له امله هم خپل فعالیتونه درولي دي.