د نیمروز په دښتو کې د ورکو شویو ۱۴ ځوانانو مړي وموندل شول

ارشیف، د نیمروز د دښتو له لارې کډوالي

نیمروز ولایت کې د طالبانو چارواکو تأیید کړې چې د هغو ۱۴ ځوانانو مړي موندل شوي دي چې له څو اوونیو راهیسې د دغه ولایت په سوځوونکو دښتو کې ورک وو.

په نیمروز کې د طالبانو د والي ویاند عبدالمتوکل توحیدي کورنیو رسنیو ته ویلي، د دغو ځوانانو مړي چې غوښتل یې په قاچاقي لارو ایران ته ولاړ شي، د «لالو ریګونو» په سیمه کې موندل شوي دي.

دغه ځوانان او پنځه نور کسان چې مړي یې شاوخوا دوه اوونۍ مخکې د نیمروز په دښتو کې موندل شوي وو، ایران ته د تګ پر مهال د سختې ګرمۍ او تندې له امله مړه شوي دي.

دوی غوښتل په قاچاقي ډول ایران ته ولاړ شي، خو په لاره کې د توپان له امله د دوی موټر خراب شوی او هغوی د ژغورنې د لارې د موندلو په هڅه کې لاره ورکه کړې وه.

د هغو پنځو ځوانانو د جنازې مراسم چې مخکې موندل شوي وو، شاوخوا ۱۰ ورځې مخکې د بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ کې ترسره شول.

د دغو ځوانانو کورنۍ وايي، دوی د اقتصادي ستونزو او بې کارۍ له امله د ناقانونه مهاجرت لاره غوره کړې وه.

مهرالله چې د یوه وژل شوي ځوان تره دی، وايي: “عمرونه یې ۱۷، ۱۸ او ۲۰ کاله وو، بې کاره وو او له بې کارۍ ستړي شوي وو. بالاخره یې پرېکړه وکړه چې ایران ته ولاړ شي. موږ څو ځله هڅه وکړه چې مخه یې ونیسو، خو بالاخره مجبور شول او لاړل.”

نصرالله قاضي‌زاده چې د یوه بل ځوان خپلوان دی، وايي: “حکومت باید مسؤلیت احساس کړي، که کولای شي د ځوانانو لپاره د کار زمینه برابره کړي او که نه شي کولای، لږ تر لږه دې د پاسپورټ اخیستلو زمینه برابره کړي، څو خلک په دې ډول قرباني نه شي.”

له ناقانونه لارو مهاجرت تل د افغانستان له خلکو قرباني اخیستې ده.

په دې وروستیو کې په لغمان کې دوه نور ځوانان چې غوښتل یې له قاچاقي لارو ایران او له هغه ځایه اروپايي هېوادونو ته ولاړ شي، د لارې په اوږدو کې په یوه ټرافیکي پېښه کې مړه شول.

د دغو ځوانانو خپلوانو ازادي راډیو ته ویلي، دوی د سرطان میاشتې په ۱۰مه نېټه خپل کورونه پرېښي وو، خو څو ورځې وروسته یې مړي بېرته سیمې ته راوړل شول.

په ډېری مواردو کې د افغانانو، په ځانګړې توګه د ځوانانو، د ناقانونه مهاجرت اصلي لاملونه بې کاري او اقتصادي ستونزې بلل کېږي.

په دې وروستیو کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (یو اېن اېچ سی ار) د نیمروز په دښتو کې د پنځو ځوانانو د مړینې او د ۱۴ نورو د ورکېدو په تړاو دغه پېښه یو ناورین بللی و او ویلي یې و چې لا زیات خوندیتوب او فرصتونو ته اړتیا ده ترڅو خلک اړ نه شي چې ځان په خطر کې واچوي.

د ملګرو ملتونو دغې ادارې د تېر کال د جولای په میاشت کې هم ویلي و چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته اروپا ته د افغانانو ناقانونه مهاجرت زیات شوی دی.

دې ادارې زیاته کړې وه چې په ۲۰۲۴ کال کې له هغو ټولو کډوالو څخه چې د ځمکې له لارې په ناقانونه ډول اروپا ته داخل شوي وو، ۴۲ سلنه یې افغانان وو.

همدارنګه د کډوالۍ نړیوال سازمان (ای او اېم) په یوه راپور کې چې د روان کال د وري میاشتې په ۱۱مه خپور شوی، ویلي و چې په ۲۰۲۵ کال کې لږ تر لږه ۱۴۹۲ افغانان د ناقانونه مهاجرت پر مهال مړه شوي یا ورک شوي دي.

دغه سازمان زیاته کړې وه چې د مړو شویو افغانانو ډېری یې کم عمره هلکان وو.