د داعش خراسان ډله ادعا کوي چې بدخشان کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس یې وژلی دی

بدخشان کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ذبیح الله امیري چې د سه شنبې په ورځ ووژل شو.

د فرانسې خبري اژانس د یوې څارونکې ډلې په حواله رپوټ ورکوي چې د اسلامي دولت یا داعش خراسان څانګې بدخشان کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ د رئیس ذبیح الله امیري د وژنې مسئولیت په غاړه اخیستی دی. کارپوهان په دې باور دي چې دا پیښه ښيي چې دغه ډله اوس هم کولای شي امنیتي ستونزې رامینځ ته کړي.

د داعش خراسان څانګې بدخشان کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ د رئیس ذبیح الله امیري د وژلو مسئولیت په غاړه واخیست.

د فرانسې خبري اژانس رپوټ ورکوي چې سایت انټلیجنس ګروپ چې په سیمه کې د تندلارو ډلو فعالیت څاري د داعش خراسان ډلې د چهارشنبې اعلامیه را اخیستې چې په کې راغلي چې د داعش سرتیرو د طالبانو یو قوماندان په ماشینګڼو په نښه کړ چې له امله یې هغه او یو ساتونکی یې ووژل شول.

ذبیح الله امیري د سه شنبې په ورځ د بهارک – فیض اباد په لار د دوه موټرسایکل سپرو وسله والو په برید کې ووژل شو.

بدخشان کې طالب چارواکو وویل چې یو بریدګر د امیري د ساتونکو په ډزو کې ووژل شو او دوهم کس نیول شوی دی.

کابل کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په خپل غبرګون کې په امیري برید یوه بزدلانه کړنه وبلله او وویل چې دغه ډول اعمال ددوی "اراده او هوډ کمزوری کولی نه شي".

په دې اړه نور:

بدخشان کې د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس وژل شوی دی

هلمند کې د طالبانو د حکومت والي امان الدین منصور د چهارشنبې په ورځ بدخشان کې د خپل خوریې د جنازې په مراسمو کې برخه واخیسته.

د نړیوالې سولې او امنیت څیړونکی ډاکټر محمد داود قیومي د داعش په اعلامیه شک کوي خو وايي که دا ثابته شي چې برید داعش کړی نو لدې ښکاري چې دغه ډله د طالبانو د ادعا خلاف چې وايي داعش یې ځپلی اوس هم افغانستان کې فعاله ده او کولای شي امنیتي ستونزي رامینځ ته کړي.

که دا خبره ثابته شي نو ښيي چې اوس هم داعش خراسان ډله د پخوا په څیر دافغانستان په بیلابیلو سیمو کې فعاله ده
ډاکټر محمد داود قیومي


" سره لدې چې د داعش خراسان ډلې ادعا کړې چې دغه برید یې سازماندهي کړی او ترسره کړی دی، که دا خبره ثابته شي نو ښيي چې اوس هم داعش خراسان ډله د پخوا په څیر دافغانستان په بیلابیلو سیمو کې فعاله ده او کولای شي چې د طالبانو په وړاندې د هیواد په ځینو سیمو کې امنیتي ستونزې ایجاد کړي. "

ښاغلی قیومي زیاتوي چې د سیمې دهیوادونو، ملګروملتونو او د امنیت شورا وروستیو رپوټونو وښودله چې داعش د افغانستان په ځینو سیمو لکه بدخشان ، ځینو ختیځو سیمو او نورو برخو کې یو ګواښ دی.

طالب چارواکو په ۲۰۲۱ کال کې واک ته په ستنیدو سره په هیواد کې د امنیت د ټینګولو ژمنه کړې خو په تیرو ۵ کلونو کې کله ناکله دا ډول بریدونه شوي دي چې د ځینو مسئولیت دداعش خراسان ډلې په غاړه اخیستی دی.

دغې ډلې په تیرې جنورې میاشت کې کابل کې د چینایانو په رستوارن د خونړي برید مسئولیت په غاړه واخیست چې په نتیجه کې یې لږ ترلږه ۷ کسه ووژل شول.

دغه راز داعش خراسان ډلې په ۲۰۲۴ کال کابل کې د کډوالو په وزیر خلیل الرحمن حقاني د مرګوني برید مسئولیت ومانه.

افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکو په تیرې غبرګولي میاشت کې وویل چې په خیبر پختونخوا او بلوچستان کې یې د داعش په پټنځایونو هوايي بریدونه کړي دي.

دغه راز د ترکیې ملي استخباراتو (MIT) په تیرې غبرګولي میاشت کې وویل د داعش خراسان څانګې یو مهم غړی، احمد کازانجي یې نیولی او ترکیې ته یې لېږدولی دی.

امنیتي سرچینو هغه مهال وویل ، کازانجي چې د «ابو عبیده» او «ابو ابراهیم» په نومونو هم پېژندل کېده، د داعش خراسان د رسنیزې څانګې له مهمو مسوولانو څخه و. نوموړی له ترکیې څخه د افغانستان ـ پاکستان سیمې ته تللی او هلته یې د ډلې په روزنیزو کمپونو کې فعالیت کاوه.

امنیتي کارپوهان د اسلامي دولت یا داعش خراسان ډله د طالبانو په وړاندې ترټولو جدي ګواښ ګڼي.

دغه ډله په ۲۰۱۶ کال کې دامریکا د متحدو ایالاتو لخوا یو بهرنی ترهه ګر سازمان پیژندل شوی دی.