د ننګرهار د مرکز جلال اباد د تازه میوې په منډوي کې یو من هندواڼه په ۵۸ افغانۍ پلورل کېږي، خو د دې ولایت د بیلابیلو ولسوالیو یو شمېر بزګران او د هندواڼو د پالیزونو مالکان وایي، که څه هم حاصلات یې د تېرو کلونو پرتله ښه و خو بازار یې د تمې خلاف ښه نه و.
د هندواڼو پالیز او بزګران
دوی وايي په هیواد کې بې کاري او بې وزلۍ لامل شوي چې سږ کال یې د هندواڼو حاصلاتو ان خپلې پیسې هم بیرته پوره نه کړې.
د ننګرهار ولایت کامه، بهسود، کوز کونړ، ګوشته، بټي کوټ، مومندره او لعلپوره هغه ولسوالۍ دي چې په پراخه کچه په کې هندواڼې کرل کیږي.
د کامې ولسوالۍ یو بزګر علي خان ازادي راډيو ته وویل:
سږ کال حاصلات ډېر ښه وو، خو د هندواڼو بازار هیڅ ښه نه دی، موږ ډېر لګښتونه کړي وو، ډېره خواري مو پرې وکړه خو حاصلات چې راووتل د تمې خلاف بیې ډېرې ټیټې ديد کامې ولسوالۍ یو بزګر علي خان
د ننګرهار د بټې کوټ ولسوالۍ یو بل بزګر محمد علي هم ورته خبره وکړه.
هغه ازادي راډيو ته وویل: «بزګران خواري وکړي، ان سره او تخم په پور واخلي، خو چې کله فصل ورسیږي بیا یې بیې ډېرې ټيټي وي، همدا اوس د تورې سرې یوې بورې بیه ۷ زره افغانۍ ده، سپینه سره هم همداسې، خو د حاصل په وخت کې بیا نرخونه ډېر ټیټ شي چې بزګرانو ته د ګټې په ځای تاوان رسیږي.»
یو شمېر نور بزګران بیا له حکومته غوښتنه کوي چې د دوی حاصلاتو ته د بازار موندنې په برخه کې ورسره مرسته وکړي.
دغه راز اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ورکړي تر څو له دوی سره مرسته وشي.
د ننګرهار د ښیوې ولسوالۍ یو بزګر محمد الله وویل: «
د حکومت او مرستندویه بنسټونو له لوري هیڅ ډول مرسته نه کیږيد ننګرهار د ښیوې ولسوالۍ یو بزګر محمد الله
«کله چې فصل کرو هغه مهال سره او تخم بیې ډېرې لوړې وي، خو د حاصل په وخت کې بیا هغه خپل لګښتونه هم نه پوره کیږي، موږ له حکومته غوښتنه کوو چې د سرې او اصلاح شویو تخمونو په برخه کې له موږ سره مرستې وکړي.»
دغه بزګران دغه راز له افغانانو هم غواړي چې د نورو هیوادونو د تازه میوو پر ځای د افغانستان خپلې میوې واخلي په دې سره به یې له یوه لوري افغان بزګرانو ته ګټه رسولي وي او له بله خوا به یې د هیواد حاصلاتو ته بازار موندنه وشي.
د هندواڼو پالیز او بزګران
دا په دا سې حال کې ده چې په ننګرهار کې د طالبانو د کرنې او مالدارۍ ریاست ویلي چې سږ کال په دې ولایت کې له دوه زره په ډېره هکتاره ځمکه کې هندواڼې کرل شوي چې د اټکل له مخې به ۸۰ زره مټریک ټنه حاصل ورکړي.
تېر کال بیا د دې ولایت په بیلابیلو ولسوالیو کې په ۱۸۴۰ هکتاره ځمکه د هندواڼو د کر راپور ورکول شوي و.
چارواکو ویلي وو چې په دې کال کې ۷۳ زره مټریک ټنه هندواڼې تولید شوې وې.
د ننګرهار بزګران وايي چې دغه ولایت د هندواڼو په ګډون د مالټو، خټکیو، شفتالانو او زردالانو د کرکیلې لپاره مناسب اقلیم لري خو غوښتنه یې داده چې د تورخم د لارې له بندیدو وروسته باید د دوی حاصلات د منځنۍ اسیا هیوادونو ته انتقال شي تر څو په نړیواله کچه ورته بازار پیدا شي.
افغانستان چې یو کرنیز هیواد بلل کیږي خلک یې تر ډېره په کرنه او مالدارۍ تکیه کوي، خو د اقلیمي بدلون له امله پراخه وچکالي، بې موسمه بارانونه او ناڅاپي سیلابونه یې کرنې ته زیانونه اړوي او د دوی په خبره د ګټې په ځای ورته تاوانونه رسیږي.