"هره مرسته چې راځي، ملاصاحبان یې په خپلو کې سره وېشي او په تېرو پنځو کلونو کې موږ هېڅ مرسته نه ده ترلاسه کړې." دغه ادعا هغې ښځې چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته په یوه ثبت شوې پیغام کې وکړه. دغه میرمن د پنجشېر ولایت له بې ځایه شویو کسانو څخه ده چې وایي، اوس په پروان ولایت کې په سختو اقتصادي شرایطو کې ژوند کوي.
هره مرسته چې راځي، ملاصاحبان یې په خپل منځ کې وېشي
هغه وایي سره له دې چې د بشري مرستو د ترلاسه کولو مستحقه ده، خو دا مرستې اړو کسانو ته نه رسیږي او د دې په خبره د طالبانو د چارواکو ترمنځ وېشل کېږي. هغې وویل: "د طالبانو د واکمنۍ پنځه کاله پوره کیږي. یوازې په لومړي کال کې یوه مرستندویه موسسه زموږ کور ته راغله، سروې یې وکړه او مرسته یې راکړه. له هغې وروسته مو هېڅ مرسته نه ده ترلاسه کړې. هره مرسته چې راځي، ملاصاحبان یې په خپل منځ کې وېشي او اړمنو خلکو ته هېڅ شی نه رسېږي."
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې یوه لوړپوړي چارواکي افغانستان ته په سفرکې د هغو محدودیتونو د لیرې کولو غوښتنه وکړه چې پرمرستندویه کارکونکو په ځانګړې توګه پرافغان ښځینه کارکونکو لګول شوي چې له امله یې مرستندویه فعالیتونه له ستونزو سره مخ شوي دي.
(UN Women) د یکشنبې په ورځ، د زمري میاشتې په څلورمه، په خپله ایکسپاڼه کې د دې ادارې د کارکونکو د مشر محمد نصیري له قوله، وویل چې نوموړي په افغانستان کې له ډیپلوماتیکو شریکانو او د طالبانو له چارواکو سره لیدلي او د افغان ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره یې د لا بېړنیو اقداماتو پر اړتیا ټینګار کړی دی.
هغه ویلي "که څه هم نړۍ له بېلابېلو بحرانونو سره مخ ده، خو د افغان ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره زموږ ژمنتیا باید کمزورې نه شي."
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، افغانستان لا هم د نړۍ له سختو بشري او خوراکي بحرانونو سره مخ دی. په ۲۰۲۶ کال کې شاوخوا ۲۱،۹ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري، چې ښځې او ماشومان په دې هېواد کې تر ټولو ډېر زیانګالي بلل شوي دي.
مرستندویه ادارو همدارنګه خبرداری ورکړی چې له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو پراخ بېرته ستنېدل هم کولای شي دغه بحران لا پراخ کړي.
په څو ځایونو، لکه بامیانو او غزني کې مو د مرستې د ترلاسه کولو لپاره نومونه ثبت کړل، خو تر نن ورځې هېڅ مرسته نه ده رارسېدلې
اکثره دغه نوي راستانه شوي هم د مرستو له نشتوالي شکایت کوي. یوه میرمن چې له ایران څخه راستنه شوې او نه یې غوښتل نوم یې په راپورکې خپورشي، ازادي راډیو ته وویل: هغه وویل: "یو کال کېږي چې له ایران څخه افغانستان ته راستانه شوي یو. په څو ځایونو، لکه بامیانو او غزني کې مو د مرستې د ترلاسه کولو لپاره نومونه ثبت کړل، خو تر نن ورځې هېڅ مرسته نه ده رارسېدلې."
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د راپور له مخې، یوازې د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ او اپرېل ترمنځ، مرستندویه ادارې توانېدلي چې لږ تر لږه ۵،۹ ملیون کسانو ته یو ډول بشري مرسته ورسوي.
خو د Ground Truth Solutions نړیوالې ادارې په ۲۰۲۵ کال کې په یوه راپور کې ویلي و چې په افغانستان کې د مرستو د وېش په بهیر کې واسطې رول لري او د مرستو یوه برخه هغو کسانو ته رسېږي چې له مسولینو سره نږدې اړیکې لري.
په دغه راپور کې فساد او بې عدالتي هغه لاملونه بلل شوي چې ډېرې اړې کورنۍ له مرستو بې برخې پاتې کېږي.
په دې اړه نور:
د کورنیو سرپرستې ښځې له دوامدارې بې کارۍ او بیوزلۍ ځوریږيتر دې وړاندې هم د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو ویلي وو چې د طالبانو د لاسوهنو له امله د بشري مرستو یوه برخه مستحقو کسانو ته نه رسېږي.
ازادي راډیو په دې اړه د طالبانو د حکومت د نظر د ترلاسه کولو لپاره د دوی د حکومت له ویاند ذبیح الله مجاهد سره اړیکه ونیوله، خو د راپور تر خپرېدو پورې یې پوښتنو ته ځواب ورنه کړ.
خو د طالبانو چارواکو په تېرو کې په کراتو کراتو هغه راپورونه چې ګواکې دوی د بشري مرستو په وېش کې لاسوهنه کوي، رد کړي دي.
کارپوهان د نړیوالو مرستو کمېدل، د طالبانو له خوا په کورنیو او نړیوالو ادارو او موسسو کې د ښځو پر کارلګول شوي محدودیتونه، او د مرستو د وېش په بهیر کې د شفافیت نشتوالی هغه مهم عوامل بولي چې له امله یې بشري مرستې په افغانستان کې مستحقو کسانو ته نه رسېږي.