اقلیمي بدلون پر افغانستان څومره اغیزکړی؟

د کونړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ اوسېدونکی نثار احمد احمدي وایي، په ولسوالۍ کې یې په دې وروستیو کې ګڼ ښوونځي، جوماتونه او ځینې نور عام المنفعه سیمې تخریب شوي چې د زرګونو انسانانو ژوند یې اغیزمن کړی دی. ده ازادي راډیو ته وویل: “زموږ په سیمه کې د نږدې اوو ښوونځیو چې دوه یې لویې لېسې دي او د زده کوونکو شمېر یې تر زرګونو رسېږي، نږدې اتیا سلنه ودانۍ له منځه تللي، دېوالونو کې یې چاکونه دي، که څه هم واضح ښکاري چې دا ودانۍ نورې د استفادې وړ نه دي خو ماشومان، زده کوونکي او د اداري برخې کارکوونکي یې له مجبوریته استفاده کوي، اکثریت جوماتونه مو چې شمېر یې ۱۳ ته رسېږي، تخریب شوي، پلونه، سړکونه هم ویجاړ شوي.”

ښاغلی احمدي وایي دا اکثریت ځایونه خلکو په خپلو پیسو جوړ کړي وو او اوس له اړونده ادارو یې د بېرته رغونې غوښتنه کوي.

د بغلان ولایت د مرکزي بغلان یو اوسېدونکی فضل الله بیا وایي د اکثرو کلیوالو کورونه یې په تېرو نږدې دریو اونیو سېلابونو کې تخریب شوي او مواصلاتي لارې له یوې سیمې بلې ته په بشپړه توګه بندې او ویجاړې کړې دي: “ډېری کورونه سېلابونه وهلي چې موږ او ډېری کورنۍ ترې بې ځایه شوي یو،زموږ د ولسوالۍ ډېره برخه غرنیزه ده چې سېلابونو په کې ډېر کورونه وهلي او ویجاړ کړي دي، همدا اوس هم دومره لاره نشته چې له یو کلي بل ته ولاړ شو، زموږ کلی د دې ولسوالۍ له تر ټولو زیانګالو سیمو دی.”

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په ځانګړې توګه د ۲۰۲۴ کال له فبرورۍ راهیسې له کله چې په افغانستان کې د اقلیم بدلون له امله ګڼ مرګوني سېلابونه، شدید ورښتونه او مختلفې طبیعي پېښې رامنځته شوي، د زرګونو انساني تلفاتو ترڅنګ یې سلګونو عام المنفعه پروژو، سړکونو، استوګن ځایونو، ښوونځیو او کرنیزو ځمکو ته زیانونه اړولي دي.

Your browser doesn’t support HTML5

د نورستان د مرګونو سېلابونو د لادرکو د ژغورنې او لټون عملیات، د ۲۳ کسانو مړي پيدا شوي خو ۱۰۵ لا هم ورک دي

ملي سترو او وړو پروژو او عام المنفعه زیربناوو په جوړولو کې د طبیعي پېښو او اقلیم بدلون عواقبو لپاره د چمتوالي موارد په پام کې ندي نیول شوي

د چاپیریال ساتنې د برخې ځینې کارپوهان په دې باور دي چې ډیری دا پېښې له دې امله رامنځته کېږي چې په عمومي توګه د اکثریت دغو ملي سترو او وړو پروژو او عام المنفعه زیربناوو په جوړولو کې د طبیعي پېښو او اقلیم بدلون عواقبو لپاره د چمتوالي موارد په پام کې ندي نیول شوي.

له دې ډلې د چاپیریال ساتنې او اوبو د مدیریت د برخې پوه عبدالباسط رحماني ازادي راډیو ته وویل:

“ځینې زیربناوې چې افغانستان کې جوړې شوي له سړکونو نیولې تر واټونو، ښارګوټو، عام المنفغه ودانیو، پلونو، اکثریت د طبیعي پېښو د خطرونو له پام کې نیولو پرته جوړ شوي،لکه د برف کوچونو، سېلابونو خطرونه؛ نو طبیعي ده چې کله دا مسایل په کې په پام کې ونه نیول شي، شدیداً ویجاړېدلی شي او هغه سرمایه چې پرې مصرف شوې، بې ځایه ولاړه شي.”

هڅه مو وکړه په دې اړه او دا چې په دې وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د اقلیم د بدلون له امله څومره ملي پروژې، عام منفعه ساحې او زیربناوې تخریب یا ویجاړې شوي او په ټولیزه توګه څومره مالي زیانونه اوښتي، د طالبانو د حکومت معلومات ولرو. خو د دوی ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس له خبرو کولو ډډه وکړه، او د کرنې او مالدارۍ وزارت چارواکو او د حکومت ویاند یې ذبیح الله مجاهد د راپور تر خپرېدو د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

خو تر دې وړاندې یې وخت پر وخت په هر ولایت او سیمه کې تر مختلفو طبیعي پېښو وروسته د انساني تلفاتو تر څنګ د کوچنیو او لویو ملي پروژو، ودانیو او زیربناوو د تخریبېدو راپورونه ورکړي دي.

د ساختماني برخې ځینې افغان انجنیران بیا د اقلیم د بدلون عواقبو ته د چمتوالي لپاره مختلفې حل لارې وړاندیزوي. له دې ډلې د ملي پراختیایي شرکت د ساختماني څانګې د پلان جوړونې پخوانۍ مشرې او د افغانستان د ښاري پلان جوړونې او انجینرۍ ټولنې غړې، خالدې توکلي ازادي راډیو ته وویل:

باید د انجنیرۍ مقاوم استاندردونه په نظر کې ونیول شي

“کله چې کومه پروژه تطبیقېږي، باید مخکې له مخکې یې د (پېښو) امکان هم وسنجول شي،دویم باید د انجنیرۍ مقاوم استاندردونه په نظر کې ونیول شي، مثلا له واټونو او پلونو د زیاتو اوبو د اوښتو ظرفیت په پام کې وساتل شي،او د عام المنفعه ودانیو جوړولو کې هم د زلزلو او سېلابونو پر وړاندې د انجنیرۍ استاندردونو او مقاومو کډونو کار واخیستل شي.”

اغلې توکلي وایي که دا کډونه رعایت شي، تر ډېر بریده د طبیعي پېښو د زیانونو مخه نیول کېدای شي.

نوموړې ټینګار کوي چې د افغانستان په اکثریت زیربنایي او ودانیزو پروژو تطبیق کې د بې کیفیته یا غیر استاندرد ساختماني توکو کارونه د اقلیم بدلون د زیانونو پر وړاندې بله لویه ننګونه ګڼل کېږي.

د یادونې ده چې افغانستان د اقلیم بدلون پر وړاندې د نړۍ له لسو تر ټول زیان منونکو هېوادونه دی.

په وروستیو کلونو کې د وچکالۍ، ناڅاپي سېلابونو، سختو واورو او تودوخې د زیاتوالي پېښې ډېرې شوې چې دغو طبیعي پېښو د خلکو پر ژوند، کرنې، اقتصاد او په ځانګړي ډول پر عام‌المنفعه پروژو لکه سړکونو، پلونو، استنادي دېوالونو، برښنا مزو، د اوبو رسولو شبکو او د اوبو لګولو سیستمونو پراخ منفي اغېز کړی دی.