له خطرونو او مرګونو لارو سره سره لا هم ډله ډله افغانان هره ورځ په ناقانونه لارو له افغانستان د سفر پنډې تړي.
څه موده وړاندې د لغمان مرکز مهترلام ته څیرمه په الیشنګ کلي د درې ځونانو جنازې خاورو ته وسپارل شوې. د ۱۸ او ۲۳ کلونو ترمنځ دغه ځوانان د تېرې چنګاښ په لسمه له کوره روغ رمټ اروپايي هیوادونو ته د رسېدو په هیله ووتل خو بیرته ژوندي راستانه نه شول. د کورنۍ د غړو په خبره یې هغوی د افغانستان او ایران ترمنځ په سرحدي سیمه کې په یوه ټرافیکي پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ ی و.
په دې پېښه کې د همدې کلي دوه نور ځوانان ټپیان شوي چې د الیشنګ کلي د اوسېدونکو په خبره اوس مهال په روغتون کې بستر دي.
همدا اوس حرکت کوو، یا به ژوندي رسیږو، یا به خاورې کیږو
« همدا اوس حرکت کوو، یا به ژوندي رسیږو، یا به خاورې کیږو، دا د هلمند سیمه ده، کش په طرف د ایران.» دا د توفیق د ژوند وروستۍ ویډیو ده چې پرخپل فیسبوک یې خپره شوې. نوموړي چې شاوخوا ۱۸ کاله عمر یې درلود، دغه ویډیو له هلمنده د حرکت پر مهال ثبت کړې.
په دې ویډیو کې ورسره یوه ډله نور هلکان هم ښکاري چې سفري بیکونه یې تر شاه دي او د ایران په لور په قاچاقي او مرګونې لاره سفر پیلوي او وايي یا به ژوندي رسیږي یا به خاورې کیږي.
هماغه څه چې دوی یې تقریبا وړاندوینه کړې، هدف ته ونه رسېدل خو مرګ یې میلمه شو.
د توفیق تره صفت الله ازادي راډيو ته وویل چې د وراره په ګډون یې ټول کلیوال د بې وزلۍ له امله د ښه ژوند په هیله له کوره وتلي وو. هغه وویل: " دا ځوانان ټول د ډېرو بې وزله کورنیو غړي وو، چې د سخت فقر له امله یې وطڼ پرېښودو ته زړه ښه کړی وو، خو له بده مرغه خپل هدف ته له رسېدو وړاندې ځوانیمرګان شول، نن نه یوازې زموږ کورنۍ بلکې زموږ ټول کلی د ویر په تغر ناست دی."
دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واک وروسته په دې هیواد کې د بې وزلۍ او بې کارۍ د زیاتېدو راپورونه ورکول شوي دي.
د طالبانو حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت په تېر ۲۰۲۵ کال کې په دې هیواد کې د بې روزګاره کسانو په شمېر کې د زیاتوالي راپور ورکړی او اټکل یې کړی و چې په افغانستان کې د بې کارۍ کچه ۳۰ سلنې ته رسېدلې ده، داسې مهال چې د نړيوال بانک د شمېرو له مخې په ۲۰۲۱ کال کې د بې روزګارۍ کچه ۱۲ سلنه وه.
حکومت او مرستندویه بنسټونه په کور دننه کاري زمینې برابرې کړي تر څو د ناقانونه کډوالۍ مخه ونیول شي
د الیشنګ د کلي د قربانیانو د کورنۍ غړي له حکومت او مرستندیوه بنسټونو څخه غواړي چې د ناقانونه کډوالۍ پر مهال د خونړیو پېښو د مخنیوي په هدف باید په افغانستان کې د بې کارۍ د پای ته رسېدو لپاره کار وشي.
صفت الله ازادي راډيو ته وویل: "د دغه ډول پیښو د مخنیوي لپاره باید حکومت او مرستندویه بنسټونه په کور دننه کاري زمینې برابرې کړي تر څو د ناقانونه کډوالۍ مخه ونیول شي."
نوموړي زیاته کړه چې د دې پیښې دوه نور قربانیان تواب او سمیع الله و.
د تواب ورور رفیع الله انتظار ازادي راډيو ته وویل: « دوی ایران ته لا نه وو رسېدلي چې موټر یې ټرافیکي حادثه کړې وه، زما ورور تواب، او د عمه زوی مې توفیق او زموږ یو بل کلیوال سمیع الله په کې شهیدان شول او زموږ دوه نور کلیوال محمد رضا او بشیر احمد سخت ټپیان شول چې لا هم په روغتون کې بستر دي.»
دا په داسې حال کې ده چې د تېرې سرطان میاشتې په وروستیو کې د ایران پولې ته نږدې د افغان کډوالو ترمنځ د دوه مرګونو پېښو راپورونه ورکول شول.
دا پېښې وروسته له هغه رسنیزې شوې چې په نیمروز کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو په دښتو کې د هغو پنځو ځوانانو د جسدونو د موندولو راپور ور کړ چې ایران ته د ناقانونه تګ پر مهال مړه شوي وو.
په دې اړه نور:
د نیمروز په دښتو کې د هغو پنځو ځوانانو جسدونه موندل شوي چې غوښتل يې په قاچاق لارو ایران ته لاړ شيله دې وروسته د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنرۍ (یو اېن اېچ سی ار) راپور ورکړو چې د نیمروز ولایت په دښتو کې لا هم ۱۴ افغانان ورک دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ دا پېښه یوه غمجنه فاجعه بللې او ټینګار یې کړی چې د خلکو د خوندیتوب او د خوندي فرصتونو د برابرولو اړتیا شته، څو خلک اړ نه شي چې د ښه ژوند په لټه کې خپل ژوند له خطر سره مخ کړي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنرۍ له دې وړاندې د تېر کال په جولای کې ویلي وو چې پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واک وروسته اروپا ته د افغانانو غیر قانوني کډوالي زیاته شوې ده.
دې ادارې ویلي چې په ۲۰۲۴ کال کې د ټولو غیر قانوني کډوالو ۴۲ سلنه یې چې افغان اتباع وو په ناقانونه ډول د ځمکې یا سمندر له لارې اروپا ته ننوتي.
دغه راز د کډوالۍ نړیوال سازمان « آي آو آیم » د روان کال د حمل په ۱۱مه په یوه راپور کې ویلي وو چې په ۲۰۲۵ کال کې لږ تر لږه ۱،۴۹۲ افغانان د ناقانونه نړیوالې کډوالۍ پر مهال مړه شوي یا لادرکه شوي دي.
دې ادارې ویلي وو چې ډېری مړه شوي افغانان کم عمره هلکان وو.