د نورستان د مرګونو سېلابونو د لادرکو د ژغورنې او لټون عملیات، د ۲۳ کسانو مړي پيدا شوي خو ۱۰۵ لا هم ورک دي

Your browser doesn’t support HTML5

په نورستان کې د سېلابونو له امله د ورکو کسانو د لټون او ژغورنې عملیات روان دي. چارواکي وایي تر چهارشنبې پورې یې د ۲۳ کسانو مړي را ایستلي دي خو ۱۰۵ کسان لا هم ورک دي. ملګرو ملتونو ویلي چې د لارو خرابوالي د مرستو رسولو بهیر ټکنی کړی دی. په پارون ښار کې اکثر دوکانونه، مارکېټونه، ودانۍ او کورونه ړنګ یا سخت زیانمن شوي چې د چارواکو په خبره د شاوخوا ۳۵ میلیونو ډالرو تاوان یې اړولی. صفي الله ستانکزي په دې اړه یو رپوټ جوړ کړی