د کونړ مرکز ته څېرمه د یوې خیمې تر سیوري لاندې ناسته شاوخوا ۶۵ کلنه شریفه، هره ورځ د خپل وران شوي کور او هغه کلي یادونه کوي چې شاوخوا څلور میاشتې وړاندې یې د جګړو له امله پرېښود.
توپونه به لږېدل، کور مو پاتې شو، غواګانې رانه پاتې شوې هر څه پاتې شول او موږ خالي لاس راووتوشریفه، کونړ کې د جګړو له امله یوه بې ځایه شوې مېرمن
د ناړۍ د بریکوټ سیمې دا اوسېدونکې وايي د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې له سختو نښتو وروسته له خپلو اولادونو او لمسیو سره په بېړه له خپلې اصلې مینې وتلې او خوندي ځای ته یې ځانونه رسولي.
وايي په کور کې یې د کلونو زحمت، مالداري او د ژوند ټول وسایل پاتې شو، او اوس د خپلې لس کسیزې کورنۍ له غړو سره په یوه خیمه کې شپې او ورځې تېروي.
هغې ازادي راډيو ته وویل:
«په ځانونو پوه نه شو چې څوک په کوم لوري لاړل، خو موږ دلته اسعد اباد ته راغلو او اوس دلته پراته یو، او له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ یو، دومره پیسې نه لرو چې دا ماشومان ژاړي چې ور یې کړو چې له دوکانه پرې ځانونو ته خوراکي توکي واخلي، ماشومان کلي په کلي ګرځي یوه مړۍ ډوډۍ په سوال راټولوي او موږ یې خورو، ښایسته ژوند مو هلته پاتې شو، غواګانې رانه په خونو کې پاتې شو او موږ په یوه جوړه جامو کې ایله خپل سرونه راوویستل.»
شریفه وايي له یوې خوا بې وزلي او له بلې خوا په دې سخته ګرمۍ کې تر خیمي لاندې نامناسب شرایط او د خوړو کمښت هغه ستونزې ديٍ چې دوی هره ورځ ورسره لاس او ګریوان دي.
هغې وویل د کورنۍ ماشومان یې ناروغان خو د درملنې وسه یې نه لري او تراوسه ورسره چا د پام وړ مرسته هم نه ده کړې.
«ستونزې خو ډېرې زیاتې دي، همدا اوس د ډوډۍ درک نه لرو، ماشومان ناروغان دي ډاکتر ته د تګ لپاره یې هیڅ پیسې نشته، زه خپله ناروغه یم، سخته ګرمي ده، د سر سیوری نه لرو، نه پیسې لرو او نه د اغوستلو لپاره څه بس دلته د الله په هیله پراته یو.»
شریفه د خپل کلي پخوانی ژوند یادوي، وايي کوچنۍ پاچاهي یې په یوه شېبه کې د جګړو له امله ویجاړه شوه.
یوه یوه کلا مو په اته اته لکه افغانۍ جوړه کړې وه، خو په یوه شېبه کې مو هر څه پاتې شول او موږ راوتښتېدوشریفه، کونړ کې بې ځایه شوې مېرمن
د کونړ د ناړۍ دا بې ځایه شوې میرمن وايي په خپل تېر نژدې ۶۵ کلن ژوند کې یې کله هم په خیمه کې ژوند نه و کړی او نه یې ان دا په زهن کې تېرېدل چې یو وخت به له دومره سختو ستونزو سره مخ کیږي.
د روان ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ میاشتې په وروستیو کې د طالبانو ترواک لاندې افغانستان او پاکستان ترمنځ تر نښتو وروسته چې لا هم په رسمي ډول پای ته نه دي رسېدلي ډیورنډ کرښې ته له نږدې سیمو زرګونه کورنۍ بې ځایه شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر د تېرې جوزا په ۳ مه په یو راپور کې ویلي چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستاني ځواکونو د هوايي حملو او ځمکنیو بریدونو له امله په ننګرهار، کونړ، نورستان، خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې له ۱۰۰ زرو ډېر کسان بې ځایه شوي، نژدې زر کورونه او دغه راز ښوونځي، روغتیايي مرکزونه او د اوبو سیستمونه زیانمن یا هم ویجاړ شوي دي.
اوچا ویلي وو چې که څه هم اوس مهال نښتې یو څه کرارې دي، خو د راپور په ټکو وخت ناوخت په ځینو ولایتونو کې د تاوتریخوالي پېښې رامنځته کېږي.
یو شمېر بې ځایه شوي کسان هم د تاوتریخوالي د بیا پیلیدو او وضعیت خرابېدو ویره لري.
د تېرې د جون په ۲۹ مه د پاکستان هوايي ځواکونو یو وار بیا کونړ، پکتیا او پکتیکا ولایتونه په نښه کړل چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ یا یوناما د معلوماتو له مخې ۲۸ ولسي وګړي په کې ووژل شول او ۴۹ نور ټپیان شول.
دې حملو د شریفې په ګډون ګڼ شمېر بې ځایه شوې کورنۍ چې خپلو اصلې مېینو ته یې د ستنېدو تکل کړی وو لا ډېر وویرول.
خو شریفه وايي اوس مهال یې تر ټولو ستره هیله داده چې تل پاتې اوربند ټینګ او دوی وکولای شي خپلو کورونو ته ستانه شي، هغه سیمه چې هغې په کې لسیزې ژوند کړی.
هغه وايي کلي ته له ستېدو سره سم به یې لومړی کار د خپل ویجاړ کول جوړول وي.
«خدای مې دې خپل کلي ته بوځي، تاسو ته به هم ډېرې دعاګانې وکم، او ډېره به خوشحاله شم، خپل ویجاړ کور به بیرته ورغوو، او خپل خوشحاله ژوند به پیل کړو.»