ځینې افغان ښځې وايي په سفر کې د محرم له لرلو سربېره د طالبانو محتسبین دوی ځوروي او په ساعتونو ترې پوښتنې کوي

هرات کې یوه ښځه او یو طالب عسکر

ځینې ​​افغان ښځې وايي، سره له دې چې د محرم درلودلو شرط رعایت کوي، خو لاهم د سفر په ترڅ کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي. ځینې نورې بیا وايي، د طالبانو د حکومت لخوا د محرم درلودلو شرط یوازې سفر پورې محدوده نه دی؛ بلکې دې شرط په ځینو نورو چارو کې هم د دوی ازادي محدوده کړې.

د هرات ولایت ۴۵ کلنه سوداګره مریم له خپل ۲۳ کلن زوی سره مشهد ته په سفر روانه وه.

نوموړې وایي، سره له دې چې د محرم درلودلو شرط یې پوره کړی، د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف کارکوونکو په وار وار له هغې په لاره کې غوښتي چې ثابته کړي چې دا ځوان چې ورسره پر سفر دی، د هغې محرم دی؛ هغه مسله چې د مریم په خبره، تګ راتګ یې له ستونزو سره مخ کوي.

له دې ځایه له زوی سره مې حرکت کوم د مشهد پر لور ځم،د لارې په ترڅ کې مې (د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر محتسبین) ساعتونه دروي او وایي چې دا دې مور نه ده، تذکره دې راوړه
د هرات ولایت سوداګره مریم

اغلې مریم زیاتوي: «ځلونه مو ورته ویلي چې په خدای قسم زوی مې دی، خو ټینګار کوي چې تذکره یې راکړه، ما ورته وویل چې مولوي صاحب په تذکره کې یې د پلار نوم دی نه د مور او ستاسو په تذکره کې د مور نوم مو شته؟خو وایي چې چپ شه او هېڅ خبره نه اوري.»

مريم وايي، وروسته له هغه چې د محرم په توګه د هغې د زوی ملګرتیا د سفر په جریان کې د پوښتنو او محدودیتونو مخه ونه شوه نیولای، دې پریکړه وکړه چې خپل ورور په خپلو سوداګریزو سفرونو کې له ځانه سره بوځي؛ خو د دې په خبره، حتی د ورور ملګرتیا یې هم ستونزې ور حل نه کړې.

«کله چې له هغه (ایران) طرفه مال اخلم، راوړم یې ګمرک کې مې زوی ته اجازه نه ورکوي، کله چې ګمرک ته د امر اخیستو لپاره مې ورور سره ولاړم د (امر بالمروف) کارکوونکي رانه پوښتنه وکړه چې ورور دې دی؟ما ویل هو، موږ خور او ورور یو او په تذکرو کې مې د پلار نوم شته، خو د طالبانو مامورینو مې ورور ته مخ ور واړوه او ویل یې چې ته بې غیرته ننګ نه لرې چې خور دې له ځان سره راوستې ده، ما ویل ګناه مې څه ده چې دا خبره کوې؟غاښونه یې وچیچل او شاوخوا لس څپېړې یې زما ورور په څټ وواهه.»

خو مریم زیاتوي چې د دې ستونزو سربیره، د محرم درلودلو الزامیت یې د سفر لګښتونه هم دوه چنده کړي دي.

له دې کیسې سربېره، یو شمیر میرمنې وايي چې د طالبانو حکومت لخوا د محرم درلودلو الزامیت په ځینو مواردو کې د اوږدو سفرونو تر څنګ په نورور مواردو کې هم پلي کیږي چې د دوی ورځنی ژوند یې خورا ستونزمن کړی دی.

په کابل کې د خصوصي ښوونځي یوې ښوونکې چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډیو ته وویل چې ښځې کار ته، ښوونیز مرکز ته یا ان د نقلیه وسایطو د استفادې پر مهال هم د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر محتسبینو د چلند او محرم غوښتنې په اړه اندیښمنې وي؛ هغه مسله چې د دې په خبره، د ښځو د تګ راتګ او تعلیمي او کاري فرصتونو آزادي یې نوره هم محدوده کړې ده.

«دا هغه څه دي چې کله کله پېښېږي، که په سړک کې د (طالبانو د امر بالمعروف کسان) څوک ودروي، مثلا که ټکسې کې دې محرم نه وي، د ښځو لپاره یوه ستونزه جوړوي، که د کار ځای کې هم داسې پېښ شي او چې وګوري چې داسې یوه مسله ده هم، په هر ځای کې دوی د محرم د درلودو تقاضا کوي، مثلا دوی وایي چې حد اقل محرم مو باید تر ښوونځي تاسو ورسوي، او له ښوونځي مو بېرته راولي، دا ستونزې ډېرې دي او ټول یې محدود کړي دي.»

د کابل یوې اوسېدونکې هم چې نه یې غوښتل نوم یې راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته په یوه پیغام کې لیکلي چې دی او د هغه مېړه څه موده وړاندې د کابل په یوه سیمه کې د طالبانو د حکومت ځواکونو ودرول.

د دې په ټکو، دغو ځواکونو له دوی څخه د واده د ثبوت لپاره د نکاح سند وغوښت.

دې وویل دا چې دوی دا سند له ځان سره نه درلود، له ستونزو سره مخ شول او دواړه په جلا - جلا توګه په هماغه سیمه کې د هویت او کورنیو معلوماتو اړوند وپوښتل شول او بیا اجازه ورکړل شوه او خپلې لارې ته یې دوام ورکړ.

د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر د دغو شکایتونو په اړه د ازادي راډیو تماسونو ته ځواب ورنه کړ.

د طالبانو د ۲۰۲۱ کال د دسمبر د فرمان له مخې، ښځې او نجونې اجازه نه لري چې له محرم پرته له ۷۲ کیلومترو اوږد سفر وکړي، او د ۲۰۲۲ کال په مارچ کې، په کورنیو او نړیوالو الوتنو کې د ښځو لخوا په یوازې توګه سفر کول هم منع شول.

مخکې یو شمیر ښځې او نجونې، په ځانګړې توګه د هغو کورنیو میرمنو چې نارینه مشر نه لري، ویلي وو چې د محرم درلودلو په اړه د طالبانو د بندیز پلي کولو د دوی لپاره ستونزې جوړې کړې دي.

که څه هم د طالبانو حکومت وايي چې په افغانستان کې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونه خوندي دي، خو ملګرو ملتونو او د بشري حقونو سازمانونو په وار وار خبرداری ورکړی چې د ښځو پر تګ راتګ باندې بندیزونو تعلیم، کارموندنې، روغتیایی خدمتونو، مرستې او عادي ژوند ته د دوی لاسرسی سخت محدود کړی دی.