د ننګرهار یو اوسېدونکی، ناصر خان ناصري، د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ګرځي او موټر چلوونکو ته د ټرافیکي پېښو د مخنیوي په هدف د احتیاط سپارښتنې کوي.
هغه ازادي راډیو ته وویل، دا کمپاین یې له ننګرهار پیل کړی او اوس یې د لوګر، پکتیا او خوست په ګډون یو شمېر ولایتونو ته رسولی دی.
ښاغلی ناصري وايي څه موده وړاندې یې په یوه ټرافیکي پېښه کې د کورنۍ یو شمېر غړي مړه شول او له هغې وروسته ده وپتیله چې د ټرافیکي پېښو د مخنیوي لپاره ولسي کمپاین پیل کړي.
هغه نه یوازې د موټرو تمځایونو ته ورځي، بلکې پر لویو لارو مسافر وړونکي موټر هم دروي او له چلوونکو غواړي چې د سفر پر مهال احتیاط وکړي.
د ټرافیکي پیښو د مخنیوي لپاره کمپاین
ناصري وايي تازه یې کندهار او غزني ته سفر کړی او غواړي د کابل – کندهار د لویې لارې موټر چلونکو ته خپل پیغام ورسوي.
« اوس خوست ته راورسېدم، له دې مخکې لوګر، پکتیا او پکتیکا ته تللی وم، دلته کمپاین جریان لري، له دې وروسته له خیره ځم کندهار او غزني ته، ځوانان راسره دي، ټول به تر ډېره کوشش وکړو چې د کابل – کندهار په لویه لار موټر چلونکو ته لارښوونې وکړو او د ټرافیکي پېښو د مخنیوي هڅه وکړو.»
نوموړی موټر چلوونکو ته چاپ شوې پاڼې هم وېشي چې په کې د چټک تګ نه کولو، د ټرافیکي اصولو د مراعت او د خوندي سفر سپارښتنې لیکل شوې دي.
د موټر چلولو پر مهال د موبایل نه کارول، د سیټ بیلټ یا کمربند تړل، د بې خوبۍ په حالت کې له موټر چلولو ډډه کول او د شپې له خوا د څراغونو سم استعمال هغه نورې سپارښتنې دي چې ناصر خان ناصري یې له موټر چلوونکو سره شریکوي.
هغه له سپرلیو هم غواړي چې د سفر پر مهال موټر چلوونکي ته د تېز تګ اجازه ور نه کړي او که د بې احتیاطۍ کومه نښه وویني، اړوندو ادارو ته دې خبر ورکړي.
که موټر چلوونکي احتیاط وکړي، نو خپل ژوند به هم خوندي کړي او د مسافرو ژوند به هم خوندي کړي
نوموړی وايي، پلان لري چې دا کمپاین د افغانستان شمالي ولایتونو ته هم ورسوي.
هغه وايي، که څه هم دا کمپاین په شخصي امکاناتو مخته وړي، خو هیله لري چې نور خلک او بنسټونه هم د ټرافیکي پوهاوي په برخه کې ورسره همکاري وکړي، څو د سړکونو د پېښو د کمېدو لپاره ګډ کار وشي.
هغه وویل: « زموږ لویه غوښتنه یوازې داده چې موټر چلوونکي احتیاط وکړي، ځکه ژوند الهي ډالۍ ده، که موټر چلوونکي احتیاط وکړي، نو خپل ژوند به هم خوندي کړي او د مسافرو ژوند به هم خوندي کړي.»
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې له جګړې وروسته ټرافیکي پېښې د خلکو د مړینې له مهمو لاملونو بلل کیږي.
په وروستیو نږدې دوو میاشتو کې د ننګرهار - کابل پر لویه په دوو ټرافیکي مرګونو پېښو کې د دوه کورنیو نږدې ۳۸ غړي مړه او یو شمېر نور ټپیان شول.
په دې اړه نور:
لغمان کې د خونړۍ ترافیکي پيښې د مړو شمېر لوړ شوی، د پیښې ټپيان څه وایي؟له دې وړاندې د کابل ـ کندهار، کابل ـ مزار او هرات ـ اسلام کلا پر لویو لارو خونړۍ ټرافیکي پېښې شوې چې لسګونو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د طالبانو حکومت که څه هم په روان ۲۰۲۶ میلادي کال کې د ټرافیکي پېښو د مرګ ژوبلې تازه شمېرې نه دي خپرې کړې، خو د ټرافیکو عمومي ریاست مخکې ویلي وو چې د ۱۴۰۴ کال له حمل څخه تر جدي میاشتې پورې په افغانستان کې د ټرافیکي پېښو له امله دوه زره کسان مړه شوي او لږ تر لږه اووه سوه نور ټپیان شوي دي.
د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي وايي، د ټرافیکي پېښو د مخنیوي لپاره د عامه پوهاوي کمپاینونه مهم دي.
د ټرافیکي پېښو د مخنیوي لپاره، موږ هیله لرو چې دغه ډول کمپاینونه لا زیات شي
د لغمان اوسېدونکي ګل ولي ازادي راډیو ته وویل: «په افغانستان کې ټرافیکي پېښې زیاتې شوي دي، دغه ډول د عامه پوهاوي کمپاینونه ډېر مهم دي، د ټرافیکي پېښو د مخنیوي لپاره، موږ هیله لرو چې دغه ډول کمپاینونه لا زیات شي.»
د کندز اوسېدونکی صفدر وايي، یوازې عامه پوهاوی بسنه نه کوي، بلکې حکومت باید د ټرافیکي پېښو د مخنیوي لپاره عملي اقدامات هم وکړي. «باید د هر موټر چلوونکي تر غوږونو دا غږ ورسول شي چې خپل ژوند هم وژغورئ او نور مسافر هم وژغورئ، موږ د پکتیا ځوانان د دې کمپاین ملګري یو او هڅه کوو چې موټر چلوونکو ته د احتیاط سپارښتنه وکړو.»
خراب او تنګ سړکونه، د موټر چلوونکو بې احتیاطي، د ټرافیکي قوانینو نه مراعت او په ځینو مواردو کې د سفر پر مهال د مخدره موادو د استعمال ادعاوې هغه عوامل دي چې په افغانستان کې د ټرافیکي پېښو د زیاتوالي لاملونه بلل کېږي.