بدخشان کې طالب چارواکو د یفتل پایین په ولسوالۍ د برید خبر تایید کړ

بدخشان ، ارشیف

بدخشان کې د طالبانو د حکومت امنیه قوماندانۍ تایید کړه چې تیره شپه یوې وسله والې ډلې د یفتل پایين ولسوالۍ په مقر برید کړی دی. د امنیه قوماندانۍ اعلامیه برید کوونکي "غیرمسول وسله وال" بولي .سیمه ایز منابع وايي وسله والو د طالبانو یو شمېر وسلې او تجهیزات هم له ځان سره وړي دي.

بدخشان کې د طالبانو د حکومت امنیه قوماندانۍ تایید کړه چې تیره شپه یوې وسله والې ډلې د یفتل پایين ولسوالۍ په مقر برید کړی دی.

د قوماندانۍ ویاند احسان الله کامګار ازادي راډیو ته په استول شوې اعلامیه کې برید کوونکي "غیرمسول وسله وال" بولي او وايی چې دغه برید هغه مهال وشو چې د طالبانو لوړ پوړي سیمه ایز چارواکي د ولسوالۍ په مرکز کې نه وو او د امنیتي ځواکونو له رسیدو سره سم برید کونکي په شا شول.

خو سیمه کې ولسي سرچینو ازادي راډیو ته وویل چې برید کوونکو د څو ساعتونو لپاره د ولسوالۍ کنټرول په لاس کې درلود.

د دغو سرچینو په وینا، وسله والو د طالبانو یو شمېر وسلې او تجهیزات هم له ځان سره وړي دي.

په ټولنیزو رسنیو کې داسې ویډیوګانې او انځورونه هم خپاره شوي چې پکې د یفتل پایین ولسوالۍ په بازار کې دغه وسله وال لیدل کېږي او ښکاري چې د طالبانو وسایط او تجهیزات ورسره دي. خو ازادي راډیو په خپلواکه توګه د دغو ویډیوګانو او انځورونو د کره‌والي تایید نه شي کولی.

د امنیي قوماندانۍ اعلامیه وايي چې "یو شمېر برید کوونکي نیول شوي، ځینې نور وژل شوي او د پاتې کسانو د موندلو لپاره د لټون عملیات روان دي."

تر اوسه څرګنده نه ده چې دا وسله وال څوک دي، خو ځینو رسنیو او رسنیزو فعالانو دغه ډله د "سپاهیان میهن" جبهې په نوم یاده کړې ده.