د بشري حقوقو د څار سازمان پر افغانستان دپاکستان د وروستیو بریدونو په هکله د خپلواکو څیړنو غوښتنه کوي

د پکتیا دڅمکنیو ولسوالۍ په یو کور باندې د پاکستاني الوتکو د جون د ۲۹ برید اثار

د بشري حقوقو د څار سازمان په افغانستان باندې د پاکستان د وروستیو بریدونو سلګونو ولسي تلفاتو ته په کتنه په دغو بریدونو کې د جنګي جرایمو د احتمال په هکله د بې پرې څیړنو غوښتنه کوي. یاد سازمان له ښکیلو اړخونو غواړي چې  نړیوال قانون سره سم د پوځي اهدافو او ملکي وګړو او تاسیساتو ترمینځ توپیر وکړي.

د بشري حقوقو د څار سازمان په افغانستان باندې د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو ملکي تلفاتو ته په اشاره په دغو بریدونو کې د محتمل جنګي جنایت په هکله د بې پرې څیړنو غوښتنه کوي.

یاد سازمان افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت ( یوناما ) لخوا وړاندې شویو شمیرو ته په اشاره وايي چې د جون په ۲۹ په کونړ ، پکتیا او پکتیکا ولایتونو باندې د پاکستان د هوايي بریدونو په نتیجه کې د ښځو او ماشومانو په شمول ۲۸ تنه ولسي کسان مړه او ۴۹ نور ټپیان شوي دي.

د بشري حقوقو د څار سازمان وايي:

سره لدې چې یوازې ملکي تلفات د جګړې د قوانینو د سرغړونې قطعي ثبوت نه ګڼل کېږي، خو د دغه ډول تلفاتو راپورونه دا په ګوته کوي چې د برید کوونکو یا مدافع ځواکونو له خوا د احتمالي جنګي جرمونو په اړه بې‌ پرې او خپلواکې څېړنې ترسره شي
د بشري حقوقو د څار سازمان


سازمان وايي پاکستاني چارواکو ادعا کړې چې په دغو بریدونو کې یې هغه وسله‌وال په نښه کړي چې څو ورځې وړاندې یې په کراچۍ کې پر پاکستاني امنیتي ځواکونو برید کړی و،خو د خپلو بریدونو په اړه یې نور جزئیات نه دي ورکړي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیرش هم هغه مهال په دغو بریدونو کې د ولسي خلکو د مرګ ژوبلې د رپوټونو په هکله خپله جدي اندیښنه څرګنده کړې وه.

د بشري حقوقو د څار د سازمان د افغانستان د څانګې څیړونکې فرشته عباسي په خپله ایکسپانه خپور کړي رپوټ کې وايي د یوناما لخوا وړاندې شوې شمیرې ښيي چې د ۲۰۲۶ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د پاکستاني ځواکونو له خوا بریدونو له امله له ۷۵۰ څخه ډېر افغان ملکي وګړي وژل شوي او یا ټپیان شوي دي.

رپوټ زیاتوي چې د مارچ په ۱۶مه د پاکستاني ځواکونو په یوه هوايي برید کې، چې کابل کې یې د اعتیاد د درملنې لپاره د امید مرکز په نښه کړ، لږ تر لږه ۲۶۹ ملکي وګړي ووژل شول او له ۱۲۲ څخه زیات نور ټپیان شول، چې ډېری یې د همدې مرکز ناروغان وو.

د بشري حقونو د څار سازمان د دې پېښې په اړه څېړنه کړې او وايی چې هېڅ داسې شواهد یې نه دي موندلي چې وښيي د امید مرکز د پوځي موخو لپاره کارول کېده. او دغه برید یې د نړیوالو بشري حقوقو له اصولو سره په ټکر کې غیرقانوني او (بې‌توپیره) برید بللی دی .

په دې اړه نور:

د معتادانو د درملنې پر روغتون له بریدونو وروسته؛ لسکونه کورنۍ د خپلو عزیزانو په لټه دي

د بشري حقوقو د څار سازمان په کونړ باندې د اپریل میاشتې د ۲۷ مې برید ته هم اشاره کوي چې په نتیجه کې یې د یوناما د شمیرو په اساس ۷ تنه ولسي کسان مړه او د ۱۳ ښځو او ۳۹ ماشومانو په شمول ۷۹ تنه نور تپیان شول .

یاد سازمان وايی د پولې په او ږدو کې د پاکستاني ځواکونو د هاوان او توپچي بریدونو له امله ۱۹ روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي.

د بشري حقوقو د څار سازمان په جګړه کې له ښکیلو اړخونو غواړي چې د بشري حقوقو د نړیوال قانون سره سم د ملکي وګړو د زیان د کمولو لپاره ټول ممکن احتیاطي تدابیر په پام کې ونیسي او د پوځي اهدافو او ملکي وګړو او تاسیساتو ترمینځ توپیر وکړي.

اسلام اباد ادعا کوي چې افغانستان کې د طالبانو حکومت د تحریک طالبان پاکستان جنګیالو ته پناه ورکړې او دوی د افغانستان له خاورې په استفاده پاکستان کې بریدونه کوي.

خو کابل دا تور ردوي او وايي چې پاکستان کې د وسله والو فعالیت ددغه هیواد کورنۍ مسئله ده او پاکستان باید دخپلو امنیتي ناکامیو پړه په افغانستان وانچوي.

ملګرو ملتونو په خپل روستي یو راپور کې وویل چې پاکستان تراوسه داسې شواهد نه دي وړاندې کړي چې ثابته کړې چې پاکستان کې بریدونه د افغان طالبانو په لارښوونه کیږي.