د امریکا ولسمشر د هرمز تنګي د ساتنې لپاره د لګښتونو د ترلاسه کولو په لټه کې دی

Your browser doesn’t support HTML5

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي دي چې د هرمز تنګي د ساتنې د لګښت د جبران غوښتنه کوي. ښاغلي ټرمپ دا څرګندونې تېره شپه په سپینه ماڼۍ کې دا خبره کړې ده. له خلیج هېوادونو څخه د لګښتونو لپاره د امریکا غوښتنه د ایران له غبرګون سره مخ شوې ده. په ورته وخت کې، د امریکا مرکزي قوماندې، سنټکام، د سې شنبې په شپه په ایران کې په څو پوځي اهدافو پراخ بریدونه وکړل.