د بنکاک په یوه شپني کلب کې اورلګېدنې ۲۷ کسان وژلي او ۶۳ نور یې ټپیان کړي
Your browser doesn’t support HTML5
د ټایلنډ د بنکاک ښار په یوه کلپ کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۲۷ کسان مړه او تر ۶۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.
اور د یکشنبې شپې ناوخته هغه مهال ولګېد چې کلپ له خلکو ډک و.
عیني شاهدانو ویلي، لومړی د کلپ دننه لوګي راپورته شول او بیا د چاودنې غږ واورېدل شو چې وروسته ودانۍ په چټکۍ سره له لوګیو ډکه شوه.
د لومړنیو معلوماتو له مخې، د ډېرو قربانیانو مړي د کلپ په تشنابونو کې موندل شوي چې هلته بند پاتې وو.
ودانۍ د اور له امله په بشپړه توګه ویجاړه شوې ده.
چارواکي د پېښې د لامل او د اور خوندیتوب د مقرراتو د مراعات کېدو په اړه پلټنې کوي.
نور په ویډیو کې