د طالبانو تر واک لاندې زندانونو کې بندیان د سختو شرایطو ادعا کوي

انځور له ارشیف څخه

د طالبانو د حکومت ځینې باخبرې سرچینې وایي دا مهال په ټول افغانستان کې دوی سره له ۲۴ تر ۲۶ زره کسان بندیان دي.

دغو سرچینو ازادي راډیو ته یې وویل، په دې کې اکثریت نارینه او د کابل او هرات زندانونو کې بندیان دي.

زه خپله بندي وم، بندیانو وضعیت له بشري پلوه داسې دی چې هر څه اړتیا لري خو لاسرسی ورته نه لري، هلته سیستم چې څنګه یې نظام وایي، حقیقت کې هغسې نه دی،کوم بندیان چې دې نظام کې نکاح خط ونه لري اجازه نه لري چې خپلو ماشومانو او مېرمن سره ملاقات وکړي
پخوانی زنداني

د افغانستان د ننګرهار ولایت یو ۴۰ کلن اوسېدونکی وایي کابو درې میاشتې وړاندې د طالبانو تر کنټرول لاندې د کابل له پلچرخي زندانه له دو نیمو کلونو بند وروسته ازاد شوی چې په زندان کې د بېلابېلو ناخوالو ادعاوې کوي.

ده چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم یې راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته یې وویل چې په دې موده کې یې په بندخونې دننه له درملو نیولې تر نورو بشري اړتیاوو او د خپلو اداري کارونو د طی مراحل لپاره قانوني امکاناتو او مدافع وکیل ته لاسرسی نه درلود.

ده وړاندې زیاته کړه:

" زه خپله بندي وم، بندیانو وضعیت له بشري پلوه داسې دی چې هر څه اړتیا لري خو لاسرسی ورته نه لري، هلته سیستم چې څنګه یې نظام وایي، حقیقت کې هغسې نه دی،کوم بندیان چې دې نظام کې نکاح خط ونه لري اجازه نه لري چې خپلو ماشومانو او مېرمن سره ملاقات وکړي، بل درمل هېڅ څه هم دننه زندان کې نشته،بل د بندیانو یوه ستونزه دا هم ده چې محکمې ته زښته زیات انتظار باسي، بې برخلیکه پروت وي، په هغه کې مثلا هغه معین وخت یې که درې میاشتي وي څلور او اتو میاشتو او حتا کال ته رسېږي ځکه مدافع وکیل ته دې نظام کې اجازه نشته."

د هرات ولایت یو اوسېدونکي چې ده هم د ورته ستونزې له امله یې نه غوښتل راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډیو ته یې وویل چې ۴۲ کلن ورور یې نږدې ۷ میاشتو راهیسې د بغاوت « د طالبانو حکومت خلاف کړنو» په تور نیول شوی.

مدافع وکیل مو ورته نه شو نیولی، دوسیه یې نظامي محکمه کې ده،۳۳ شپې استخباراتو سره و، اوس محبس کې دی، دی کارګر و کوم اعتراف یې هم نه دی کړی ځکه چې خلاف څه یې نه دي کړي، موږ داسې فکر کاوه چې دوی خو بې ګناه دي، ازاد به یې کړي، قاضي چې فیصله کوله، موږ یې ور پرېنښودو او دوی چې هر څومره وویل چې بې ګناه دي خو چا یې خبره وا نه ورېده
د هرات اوسیدونکی

هغه ادعا کوي چې لومړی د طالبانو د ځایي استخباراتو ریاست لخوا پرته له دې چې تور پرې ثابت شي، یوه میاشت سخت شکنجه او له هېڅ ډول قانوني پروسې په څلورو کلونو بند محکوم شوی دی:

"مدافع وکیل مو ورته نه شو نیولی، دوسیه یې نظامي محکمه کې ده،۳۳ شپې استخباراتو سره و، اوس محبس کې دی، دی کارګر و کوم اعتراف یې هم نه دی کړی ځکه چې خلاف څه یې نه دي کړي، موږ داسې فکر کاوه چې دوی خو بې ګناه دي، ازاد به یې کړي، قاضي چې فیصله کوله، موږ یې ور پرېنښودو او دوی چې هر څومره وویل چې بې ګناه دي خو چا یې خبره وا نه ورېده، هر ډول یې شکنجه کړي، لکه برق ورکولو په لرګیو او ټوپک وهلو یې حتا زما د ورور خېټه يې ور عیبي کړې ده."

د بشري حقونو ځینې بنسټونه هم په افغانستان کې په زندانونو روان وضعیت بیانوي او وایي چې باید بندیانو ته د هغوی د حقوقي او بشري حقونو تامیندو زمینه برابره شي.

له دې ډلې د بشري حقونو د فعالانو اتحاد یو غړي فهیم فرواک ازادي راډیو ته وویل:

"د بشري حقونو او نړیوالو اصولو له مخې، هر بندي چې پر هر جرم هم تورن وي، اساسي حقوق لري، هغه باید د عادلانه محاکمې، له کورنۍ سره د اړیکې، له سپکاوي د خوندیتوب او د مناسبې روغتیایي پاملرنې حقونه لري، هېڅ څوک د هغوی د کرامت د نقض حق نه لري، اوسنی وضعیت ښیي چې په هېواد کې باوري خپلواک قضایي نظام نشته چې دا د بشري حقونو د پراخو سرغړونو زمینه برابروي."

هڅه مو وکړه په راپور کې د مرکه شویو کسانو د ادعاوو او په ډول افغانستان کې د بندیانو د کره شمېر او وضعیت په اړه د طالبانو د حکومت معلومات ولرو، خو د دوی د زندانونو د چارو ادارې ویاند محمد نسیم لالهاند او د دوی د حکومت ویاند ذبیح مجاهد زموږ مکررو تماسونو او پوښتنونو ته ځواب ونه وایه.

خو د طالبانو د حکومت ځینو باخبرو استخباراتي سرچینو ازادي راډیو سره خبرو کې په زندانونو کې د شکنجو ادعاوې رد کړې او ویې ویل چې دا مهال له دوی سره په ټول افغانستان کې له ۲۴ زرو تر ۲۶ زره کسان بندیان دي.

د ملګرو ملتونو د وروستیو راپورونو له مخې، د ښځینه بندیانو شمېر د ۲۰۲۱ کال له شاوخوا ۸۴۰ څخه نږدې ۱,۸۲۵ ته لوړ شوی دی

دغو سرچینو چې نه یې غوښتل راپور کې یې هویت خپور شي، ازادي راډیو ته یې زیاته کړه چې د دې بندیانو اکثریت برخه نارینه دي او ډېری د دوی د حکومت کړنو، غلا، د مخدره توکو قاچاق او تولید، قتل، او په خبره یې، د امربالمعروف او نهي عن المنکر مقرراتو د خلاف چلند تورونو بندیان دي.

د دغو سرچینو په ټکو، دا کسان تر ټولو ډېر په کابل پلچرخي، بیا په ترتیب د هرات، کندهار، بلخ او کندوز په مرکزي زندانونو کې بندیان دي.

دوی که څه هم د بهرنیو او د ښځینه بندیانو د کره شمېر په اړه څه ونه ویل خو تر دې وړاندې د بشري حقونو د څار سازمان، د بښنې نړیوال سازمان او ملګرو ملتونو په وار وار د ښځینه وو د بندي او شکنجو اړوند راپورونه او اندېښنې خپرې کړې دي.

د ملګرو ملتونو د وروستیو راپورونو له مخې، د ښځینه بندیانو شمېر د ۲۰۲۱ کال له شاوخوا ۸۴۰ څخه نږدې ۱,۸۲۵ ته لوړ شوی دی.

دغه سازمان ویلي چې د دغو ښځو یوه برخه د اجباري حجاب، له محرم پرته سفر، له نارینه وو سره د اړیکو او نورو اخلاقي تورونو له امله نیول شوې دي.

د ۲۰۲۱ کال اګسټ کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو کې وروسته، د زندانونو اداره د طالبانو تر کنټرول لاندې راغله، له هغه وخت راهیسې د بندیانو د دقیق شمېر، د نیونو د څرنګوالي او د قضیو د جزئیاتو په اړه منظمې رسمي احصایې نه خپرېږي.

په همدې موده کې ګڼو عامو افغانانو، ملګرو ملتونو او د بشري حقونو سازمانونو څو ځله د خپلسرو نیونو، شکنجو، د اجباري اعترافونو او د عادلانه محاکمې د نشتوالي په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي، خو طالبان دا نیوکې ردوي او وایي چې د هېواد قضایي او زنداني سیستم د اسلامي شریعت له مخې فعالیت کوي.