شاپور ځدراڼ په کابل کې خاورو ته وسپارل شو
Your browser doesn’t support HTML5
د افغان وتلي کرکټر شاپور ځدراڼ مړی په کابل کې خاورو ته وسپارل شو.
د شاپور د جنازې مراسم د کابل په عیدګاه جومات کې د زرګونو کسانو په حضور کې ترسره شول.
شاپور ځدراڼ له اوږدې مودې له یوې ناروغۍ کړېده او بلاخره یې تېره سه شنبه د هند په یوه روغتون کې ساه ورکړه.
شاپور ځدراڼ د افغانستان له مخکښو کرکټرانو و چې څه باندې یوه لسیزه یې د افغانستان
په استازیتوب په نړیوالو لوبو کې برخه واخیسته.