په افغانستان کې ورځ تر بلې پراخېدونکي بۍ کارۍ د دې هیواد مزدوران له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ کړي دي.
یو شمېر کاریګر وايي هر سهار له کوره په دې تمه وځي چې کار پیدا کړي خو د دوی په خبره مازدیګر ناهیلي کورونو ته ستنیږي.
یو ورور مې و هغه هم الله واخیستو، اوس د هغه اته یتیمان هم راپه غاړه دي، زه هم دلته بېلچه وهم خو ولاکه لا دومره پیدا کولای شم چې بیګاه ته پرې سپوره ډوډۍ واخلمرحمان الله
د سهار د لمر له راختو سره سم، دلته د کابل ښار د شاه دوشمشېره جومات ته څېرمه لسګونه کاریګر د سړک پر غاړه د کار په تمه ناست دي.
له چا سره بېلچه او کولنګ دي، څوک د نجارۍ وسایل له ځان سره لري، ځینو د رنګمالۍ او ځینو د ګلکارۍ سامانونه را اخیستي دي او په لاره هر تېرېدونکي کس ته په دې هیله ګوري چې ښايي مزدور یې پکار وي.
رحمان الله هر سهار له یو الم هیلو سره د کار په لټه له کوره وځي خو ډیرې وخت تش لاس بیرته خپل کورته ستنیږي.
هغه چې د خپلې شپږ کسیزې کورنۍ ترڅنګ د ورور اته یتیمان هم ور له غاړې دي ازادي راډيو ته وویل: " یو ورور مې و هغه هم الله واخیستو، اوس د هغه اته یتیمان هم راپه غاړه دي، زه هم دلته بېلچه وهم خو ولاکه لا دومره پیدا کولای شم چې بیګاه ته پرې سپوره ډوډۍ واخلم، له سهاره تر اوسه ما پنځوس افغانۍ مزدودرې کړې ده، هغه کې مې ۳۰ خوړلي شل پاتې دي په هغه به هم د غرمې ډوډۍ خورم، داسې ورځ هم راغلې چې ان پنځوس او شل هم نه شم ګټلی او کورته له شرم تللی هم نه شم."
خو دا یوازې رحمان نه دی چې دلته د کار په تمه ناست دی، لسګونه نور کاریګر هم ورته کیسې لري.
په دې اړه نور:
کسبګر او مجربه راستانه شوي کډوال وايي په خپل وطن کې د کاروبار د پیل هڅې کويیو بل ورځ مزدور ګل محمد ازادي راډيو ته وویل له تېرو شلو کلونو راهیسي ورځ مزدوري کوي خو اوس مهال تر بل هر وخت کاري فرصتونه کم شوي او اقتصادي ستونزې ورځ تر بلې زیاتیږي.
هغه ازادي راډيو ته وویل: "شل کاله کیږي چې مزدوري کوم، خو اوس کار نشته، له سهاره تر ماښامه دلته د دې مینار لاندې ناست یم، خو هیڅ کار نه پیدا کیږي، ژوند مو په قرض او پور روان دی، د لومړنیو خوراکي موادو بیې هم لوړې دي، د هیڅ شي د اخیستلو توان نه لرو، هیله مو داده چې باید خلکو ته کار پیدا شي."
شل کاله کیږي چې مزدوري کوم، خو اوس کار نشته، له سهاره تر ماښامه دلته د دې مینار لاندې ناست یم، خو هیڅ کار نه پیدا کیږي، ژوند مو په قرض او پور روان دی، د لومړنیو خوراکي موادو بیې هم لوړې دي، د هیڅ شي د اخیستلو توان نه لروګل محمد
د لغمان د الینګار ولسوالۍ اوسېدونکی ګل محمد، چې د کار په لټه کابل ته راغلی، هم ورته اندېښنه لري : " زه له لغمانه راغلی یم، دلته د کار په لټه خو کار نشته، کرار ناست یم، که یوه نیمه ورځ کار هم پیدا شي، ټیکدار مزدورانو ته هغسې پیسې نه ورکوي چې حق یې کیږي."
دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واک وروسته په دې هیواد کې د بې کارۍ او بې وزلۍ د زیاتېدو راپورونه ورکول شوي دي.
اقتصادي شنونکي وایي، د خصوصي پانګونې کمښت، د رغنیزو پروژو محدودېدل او د خلکو د پېرلو ځواک کمېدل هغه عوامل دي چې د ورځ مزدورانو پر ژوند یې مستقیم اغېز کړی دی.
د ملګرو ملتونو اړوند بیلابیلو ادارو هم په خپلو وروستیو ارزونو کې ویلي چې په افغانستان کې د بې وزلۍ کچه لا هم لوړه ده او میلیونونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.
د خوړو نړیوال پروګرام د تېر کال د حوت په میاشت کې ویلي و چې د خوراکي موادو لوړو بیو او بېکارۍ، په ځانګړي ډول د ورځ مزدورانو کورنۍ، د لومړنیو اړتیاوو له برابرولو بې برخې کړې دي
د راپور له مخې، په پراخه کچه د کډوالو دوامداره ستنېدل، د اقلیمي بدلونونو له امله پرلهپسې رامنځته کېدونکي ټکانونه او په سیمهییزه سوداګرۍ کې ستونزو، اقتصادي فعالیتونه محدود کړي دي.
د طالبانو حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت په تېر ۲۰۲۵ کال کې په دې هیواد کې د بې روزګاره کسانو په شمېر کې د زیاتوالي راپور ورکړی او اټکل یې کړی و چې په افغانستان کې د بې کارۍ کچه ۳۰ سلنې ته رسېدلې ده، داسې مهال چې د نړيوال بانک د شمېرو له مخې په ۲۰۲۱ کال کې د بې روزګارۍ کچه ۱۲ سلنه وه.
څه موده وړاندې د افغانستان د کارګرو ټولنې ویلي وو چې په هیواد کې نږدې یو نیم میلیون کاریګر په مطلق ډول بې کاره شوي دي.
خو د طالبانو حکومت د تېر ۲۰۲۵ کال په جولای میاشت کې ویلي وو چې د قطر د ګډ دولتي شرکت او د افغانستان د کارموندنې خصوصي شرکتونو ترمنځ د افغان کارګرانو د لېږد لپاره لومړنۍ هوکړه شوې چې له مخې به یې په لومړي پړاو کې نږدې ۷ سوه افغان کارګران هغه هیواد ته واستول شي خو تراوسه د هغه پروسې د عملي کېدو په اړه کوم ښکاره معلومات نه دي خپاره شوي او نه هم دغه عربي هیواد ته د افغان کارګرانو د لیږد کومه عملي پروسه پیل شوې ده.
د طالبانو د حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند که څه هم په دې اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې خو طالب چارواکو له دې وړاندې په وار وار ټینګار کړی چې د اقتصادي ودې، پانګونې جلب او د کارموندنې د فرصتونو رامنځته کول یې لومړیتوبونه دي خو افغان کارګران چې هره ورځ سهار دکابل په ګډون د بیلابیلو لویو ښارونو په واټونو کې د سړکونو په سر د کار په تمه ناست وي وايي دوی د ژمنو پر ځای عملي بدلون غواړي.
دغه افغان مزدوران چې هر سهار له کوره د کار په لټه ځي، تر ټولو مهمه پوښتنه او اندېښنه یې همدا وي چې ایا نن به کار پیدا شي او کنه؟