په داسې حال کې چې د کابل او اسلام اباد اړیکې د ترینګلتیا بیسارې کچې ته رسیدلې دي او پاکستان د افغان کډوالو د ستنولو بهیر ګړندی کړی،په دغه هیواد کې میشت افغان تاجران وايي پاکستان کې د ملیارډو ډالرو سرمایې او تجارتونه لري او د فشارونو له امله مجبور دي چې خپلې دغه شتمنۍ پریږدي یا یې په نیمايی بیه خرڅې کړي.
دوی وايي اوس لدې خطر سره مخ دي چې پاکستان کې به یې د څو لسیزو خواري او زحمتونه په سیند لاهو شي.
حاجي ګلزمان برکي پاکستان کې د افغان مهاجرینو د قومونو د عالي شورا د کومیسیون رئیس دی چې کلونه راهیسې هلته تجارت کوي.
هغه وايي چې افغان تاجرانو پاکستان کې د ملیارډو ډالرو تجارتونه اوپانګونې درلودې چې ځینې یې په دې وروستیو کلونو کې افغانستان ته انتقال شوي او ډیری یې پاکستان کې لاپاته دي چې په نیمه بیه یې هم اوس څوک نه اخلي.
هغه وايي په کمپونو او بازارانو کې د شورا د غړو له برآورد سره سم پاکستان کې د افغان تاجرانو شتمني یومهال شاوخوا شل ملیارډ ډالر اټکل شوې وه.
مثلا د افغانانو دولس زره غټه ماشینري او تجهیزات وو لکه لوډرې ، بیلډوزرې، سکواټرې ، رولرې ، ډمپرې او داسې نور، پنځه زره فارمونه وو د مچیو، درې زره د ډایرې فارمونه ووحاجی ګلزمان برکي
" مثلا د افغانانو دولس زره غټه ماشینري او تجهیزات وو لکه لوډرې ، بیلډوزرې، سکواټرې ، رولرې ، ډمپرې او داسې نور، پنځه زره فارمونه وو د مچیو، درې زره د ډایرې فارمونه وو د شیدو لپاره د غواګانو ،او درې زره فارمونه وو د خوسکیانو د روزنې چې غوښه یې خرڅوله، او شاوخوا یو لک او شل زره کورونه، پلازې ، دوکانونه او ودانۍ دلته افغانانو اخیستې دي."
حاجې ګلزمان برکي زیاتوي چې په تیروڅو لسیزو کې چې افغانستان کې نا امني وه افغان سوداګرو پاکستان کې لویې پانګونې کړي او پاکستاني چارواکو به هم هڅول او ورته ویل به یې چې "ډالر راوړئ او ډالر یوسئ".
حاجې برکي وايي چې خپلې ستونزې یې د طالبانو د حکومت استازو او دیپلوماتانو او دغه راز د پاکستان د حکومت لوړ پوړو چارواکو سره شریکې کړي دي خو تراوسه یې کومه مشخصه نتیجه نه ده ترلاسه کړې.
هغه وايي د تیر ۲۰۲۵ کابل اپریل میاشت کې کابل د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحق ډار خبرې چې ویلي وو د افغان کډوالو مال او شتمني د هغوی خپل حق دی او هیڅوک یې د ضبطولو صلاحیت نه لري هیله بښونکې وې خو وروسته بیا نښتې او جنګونه وشول او وضعیت نورهم کړکیچن شو.
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ دګډې خونې مشر خانجان الکوزی
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مشر خانجان الکوزي هم پاکستان کې دافغان تاجرانو ستونزې تاییدوي او وايي چې په تیرو ۵ لسیزو کې چې افغانستان کې وضعیت ښه نه وو اکثر افغان تاجران او په ځانګړې توګه لوی تاجران پاکستان کې وو او هلته یې بیلابیلو ښارونو لکه لاهور ، کراچۍ او دغه راز بلوچستان او خیبرپختونخوا کې وړه او لویه د ملیارډو ډالرو پانګونه کړې ده.
ښاغلی الکوزی وايي چې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې پاکستان کې دافغان تاجرانو ستونزې دپاکستان د تجارت وزارت سره شریکې کړي دي او وعده هم شوې وه چې تسهیلات به برابر شي خو د کډوالو د ستنولو او د تجارتي لارو د تړل کیدو موضوع ډیره سیاسي شوې ده.
" د مهاجرو د راایستلو مسئله او همدارنګه د باډر د بندولو مسئله دا ډیره سیاسي ده او په سیاسي او نظامي مسایلو پورې اړه لري نو د اسلام اباد او پنډۍ خلک دملکي خلکو او تجارتي خلکو خبرو ته ډیر غوږ نه نیسي، خو دا مشکل شته دی او افغان تجاران د ډیرلوی مشکل او تاوان سره مخامخ دي."
پاکستان کې افغان تاجرانو له اسلام اباد غوښتي چې دویته دوه کاله نورهم وخت ورکړي ترڅو خپل تجارتونه را ټول او خپل هیواد ته ستنیدو لپاره ځانونه برابر کړي.
د پاکستان کورنیو چارو وزارت څو ورځې مخکې په خپل یو نوي فرمان کې وویل هرهغه افغان چې پاکستان کې د پاته کیدو د اعتبار وړ ویزه ونلري د جولاي له لسمې وروسته فورا نیول کیږي.
په دې اړه نور:
د اسلام اباد نوی فرمان:هرهغه افغان چې ویزه ونلرې فورا نیول کیږيپه تیرو څو میاشتو کې د دواړوګاونډیو هیوادونو ترمینځ د کړکیچ له زیاتیدو وروسته پاکستان څخه افغانستان ته د کډوالو ستیندل ترپخوا نورهم زیات شوي او د روان میلادي ۲۰۲۶ کال په ترځ کې څه دپاسه ۱۴۶ زره افغان کډوال له پاکستان څخه خپل هیواد ستانه شوي دي.