د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۵ کابل ۱۱:۲۴

د اسلام اباد نوی فرمان:هرهغه افغان چې ویزه ونلرې فورا نیول کیږي

ارشیف
ارشیف

په داسې حال کې چې دافغانستان او پاکستان ترمینځ کړکیچ بیسارې کچې ته رسیدلی ،اسلام اباد فرمان صادر کړی چې د جولایی له لسمې وروسته هرهغه افغان چې پاکستان کې د پاته کیدو د اعتبار وړ ویزه ونلري نیول کیږي. دغې پریکړې پاکستان کې میشت افغان کډوال اندیښمن کړي دي.

پاکستاني رسنۍ رپوټ ورکوي چې د کورنیو چارو وزارت له دغه فرمان سره سم چې د یکشنبې په ورځ صادر شوی هرهغه افغان چې ویزه ونلري د جولاي له لسمې وروسته فورا نیول کیږي.

ډان ورځپاڼه رپوټ ورکوي چې کورنیو چارو وزارت د پلازمینې اسلام اباد په شمول د ټولو ایالتونو اړوندو چارواکو ته خبر ورکړی چې دغه فرمان د هغې غونډې د پریکړو په اساس صادر شوې چې د ناقانونه بهرنیانو د ستنولو د پلان (IFRP) د ارزونې لپاره دجون میاشتې په لومړۍ نیټه شوې وه.

پاکستان کې میشت افغان کډوال وايي د کورنیو چارو وزارت دغه فرمان هلته پاتې کډوالو خصوصا تاجرانو باندې فشارونه نور هم زیاتوي.

پاکستان کې د افغان مهاجرینو د قومونو د عالي شورا د کومیسیون رئیس او غړی حاجی ګلزمان برکي وايي د پاکستان حکومت د کډوالو د ستنولو لپاره کافي اسانتیاوې نلري او د فرمان پلي کیدل به ستونزمن وي.

پهلوان چې پهلواني نیسي خو زور به یې لري ، دوی چې خلک باسي د خلکو سرمایې خو دې ورکړي
حاجی ګلزمان برکي


"که په دې ګرمي کې دوی خلک بیا وکوچوي لکه چې اعلان یې کړی دی نو دابه ډیر یو لوی ناورین مخې ته راوړي او دوهمه خبره داده چې هغه افغان تجاران چې دلته دي ،دهغوی ډیرې لویې سرمایې دلته دي، دمونږ د شورا دلته تقریبا شل ملیارډه ډالر سرمایه وه، یوڅه خو به یې تللي وي خو زیاتره یې دلته تراوسه پاته ده چې خلک یې تقریبا په نیمه بیه هم نه اخلي، وايي پهلوان چې پهلواني نیسي خو زور به یې لري ، دوی چې خلک باسي د خلکو سرمایې خو دې ورکړي. "

حاجی برکي په کابل او اسلام اباد غږ کوي چې دیپلوماتیکو هلوځلو ته مخه کړي او د روانې لانجې د حل لپاره د سپین ږیرو، قومي مشرانو او دعالمانو منځګړیتوب ته فرصت ورکړي.

هغه زیاتوي چې د ملګرو ملتونو له ادارو ناهیلې شوی او ددوی شورا د پاکستان حکومت ته وړاندیز کړی چې عادي افغان کډوالو ته یوکال او تاجرانو ته دوه کاله نور وخت ورکړي چې خپل هیواد ته ستانه شي.

دغه راز یوه افغان کډواله چې خپلې کورنۍ سره پاکستان کې اوسي او نه یې غوښتل نوم یې راپور کې واخیستل شي د سه شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت نوي تصمیم اندیښمنه کړې.

هغه د پاکستان له حکومته غواړي چې خپله پریکړه یوځل بیا ورارزوي.

زه شخصا ، د یوې معترضې ښځې په توګه له څو کلونو راهیسې په پاکستان کې ژوند کوم، د دې پرېکړې له امله ډېره اندېښمنه یم
افغانه کډواله میرمن


"زه شخصا ، د یوې معترضې ښځې په توګه له څو کلونو راهیسې په پاکستان کې ژوند کوم، د دې پرېکړې له امله ډېره اندېښمنه یم. موږ د طالبانو د امنیتي ګواښونو او سختو محدودیتونو له امله پاکستان ته کډه شوې یو. دا پرېکړه ما د نیول کېدو او جبري ایستلو له جدي خطر سره مخ کوي. زما له پاکستاني حکومت څخه هیله دا ده چې په دې پرېکړه بیا کتنه وکړي او د کډوالو، په ځانګړې توګه د هغو زیانګالو او هغو کسانو چې له جدي خطر سره مخ دي، له نیولو او جبري ایستلو څخه ډډه وکړي".

پاکستان په وروستیو کلونو کې د افغان کډوالو ستنولو ته زور ورکړی او د ملګرو ملتونو د د شمیرو په اساس یې د ۲۰۲۳ کال راهیسې شاوخوا ۲.۴ ملیونه افغان کډوال افغانستان ته ستانه کړي دي.

په تیرو څو میاشتو کې ددواړو هیوادونو ترمینځ د کړکیچ له زیاتیدو وروسته پاکستان څخه افغانستان ته د کډوالو ستیندل ترپخوا نورهم زیات شوي او د روان میلادي ۲۰۲۶ کال په ترځ کې څه دپاسه ۱۴۶ زره افغان کډوال له پاکستان څخه خپل هیواد ستانه شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت د نوي فرمان له صدورڅو ساعته مخکې د پاکستان لخوا د افغانستان په دریو ولایتونو پکتیا ، پکتیکا او کونړ باندې هوايي بریدونو کې د ملګرو ملتونو د لومړنیو موندنو له مخې د ښځو اوماشومانو په شمول لږ تر لږه ۲۸ملکیان وژل شوي او ۴۹نور ټپیان دي.

خو اسلام اباد وايی ۲۴ وسله وال یې وژلي دي.

پاکستان تور لګوي چې کابل هغو وسله والو ته پناه ورکړې چې د افغانستان له خاورې په استفاده پاکستان کې بریدونه کوي . خو افغانستان کې دطالبانو حکومت دا تور ردوي او وايي چې پاکستان کې د وسله والو فعالیت دپاکستان خپله کورنۍ مسئله ده اوپاکستان دې دخپلو امنیتي ناکامیو پړه په افغانستان نه اچوي. ملګرو ملتونو هم په خپل وروستي رپوټ کې ویلي چې پاکستان تراوسه داسې کره شواهد نه دي وړاندې کړي چې ثابته کړې چې پاکستان کې وسله وال بریدونه د افغان طالبانو په لارښوونه کیږي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG