د طالبانو حکومت پر پاکستان د هوایي بریدونه خبر ورکوي؛ اسلام آباد: ډرونونه مو راغورځولي دي
Your browser doesn’t support HTML5
د طالبانو دفاع وزارت ویلي چې دوی د پاکستان په خیبر پښتونخوا او بلوچستان ولایتونو کې په یو شمیر اهدافو هوایي بریدونه کړي دي.
دغه وزارت ادعا کړې چې د اسلامي دولت ډلې او د "شر او فساد" مرکزونه یې ویشتلي کوم چې د دوی په باور د افغانستان پر ضد ترې کار اخیستل کېده.
خو د پاکستان پوځ ویلي چې دوی په چټکۍ سره څلور بې پیلوټه الوتکې پیژندلي، په نښه کړي او ویجاړې کړې چې بلوچستان ولایت ته ننوتلي وې.
د یکشنبې شپې ناوخته پاکستان د افغانستان په دریو ختیځو ولایتونو کې هوایي بریدونه وکړل چې د ملګرو ملتونو د تایید په اساس ملکیانو ته یې پراخه مرګژوبله ورسوله.