په پکتیا، پکتیکا او کونړ د پاکستان هوايي بریدونه؛ د لسګونو ملکیانو د مرګژوبلې راپور ورکړل شوی

Your browser doesn’t support HTML5

پاکستاني ځواکونو یو وار بیا د افغانستان په ځینو سیمو هوايي بریدونه کړي چې ګڼو ملکیانو ته یې مرګژوبله رسولې ده. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت ( یوناما) تایید کړه چې پر افغانستان د پاکستان د تیرې شپې په بریدونو کې لږ تر لږه ۲۸ ملکیان وژل شوي او ۴۹ نور ټپيان شوي دي. مخکې د طالبانو حکومت د وژل شویو ملکیانو شمېر ۳۶ او د ټپیانو ۱۶۳ یاد کړی و. د پاکستان له خوا د یکشنبې شپې ناوخته د پکتیا پر څمکنۍ، د پکتیکا پر ګیان او د کونړ پر مرورې ولسوالۍ بریدونه شوي چې زیاته مرګ ژوبله یې څمکنیو ولسوالۍ کې خلکو ته رسولې. صفي الله ستانکزی په دې اړه راپور لري