د افغان ښځو د حقونو ځینو فعالانو د جرمني د بهرنیو چارو له وزیر غوښتي چې د طالبانو نور استازي جرمني ته پرینږدي او له ډيپلوماټیک پلوه د طالبانو حکومت ته مشروعیت ونه بښي.
د «افغانستان مه هېروئ» په نوم یو اییتلاف د یکشنبې په ورځ په خپل بیان کې لیکلي چې د ښځو د حقونو د شلو مدافع ډلو په استازیتوب یې د جرمني له بهرنیو چارو وزیر یوهان وادِفول سره لیدلي.
د دغه اییتلاف یوې غړې فرنګیس سوګند ازادي راډیو ته وویل چې په کیل ښار کې یې د جرمني د بهرنیو چارو له وزیر سره په لیدنه کې هغه ته د ښځو د حقونو د فعالانو لیک وسپاره:
د لیک اصلي محتوا او د لاسلیک کوونکو [هدف] په حقیقت کې، د جرمني حکومت د وروستیو پالیسیو په وړاندې اعتراض او خبرداری و. موږ د بهرنیو چارو له وزیر څخه وغوښتل چې د طالبانو ډیپلوماتیک حیثیت دې نه لوړوي او هغوی ته دې سیاسي رسمیت پېژندنه نه ورکوي.فرنګیس سوګند - افغان فعاله چې د جرمني بهرنیو چارو وزیر ته یې لیک سپارلی
اغلې سوګند زیاته کړه: «همدارنګه، هغه ډیپلوماتان ونه مني او اعتبار ورنه کړي چې په حقیقت کې په جرمني کې طالبانو ته وفادار دي. د ښځو په وړاندې د طالبانو سیاست دې د جنسیت پر بنسټ ځورونې او تعقیب، یا د جنسیتي اپارتاید په توګه وپیژندل شي...»
افغان فعاله فرنګیس سوګند چې د جرمني د بهرنیو چارو وزیر ته یې د نورو ځینو فعالانو په ملګرتیا یو لیک سپارلی
اغلې سوګند وویل چې د جرمني له بهرنیو چارو وزیر یې وغوښتل چې د زیان ګالو افغانانو او په تېره ښځو د کډوالۍ غوښتنې ومني او له طالبانو سره د اړیکو د پراخولو پر ځای دې خپلې اړوندې چارې په ګاونډيو هېوادونو کې د سفارتونو یا د سره صلیب او نورو نړیوالو بشرپاله ادارو له خوا مخته یوسي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت یا ښاغلي وادفول لا له افغان ښځينه فعالانو سره د دې اوونۍ د لیدنې په اړه څه نه دي ویلي خو «د افغانستان مه هیروئ» اییتلاف په کیل ښار کې د افغان ښځینه فعالانو او د جرمني د بهرنیو چارو وزیر د لیدنې عکسونه خپاره کړي.
په جرمني کې تر دې مخکې هم ګڼو افغان فعالانو او د ښځو د حقونو مدافعینو په ځینو قنسولګریو کې د طالبانو د استازیو د منل کېدو په تړاو پراخې مظاهرې کړې دي.
تېره اوونۍ د طالبانو یو پلاوی د اروپايي ټولنې له چارواکو سره د لیدنې لپاره د بلجیم پلازمینې بروکسل ته لاړ چې دې چارې د بشري حقونو د فعالانو پراخ غبرګونونه وپارول.
د اروپايي ټولنې د کورنیو چارو او کډوالۍ کمېشنرمګنوس برونر تر دې لیدنې وروسته وویل چې د طالبانو د حکومت له پلاوي سره خبرې د "یوازې عملیاتي بحثونو" په کچه وې چې په جرمونو کې د ښکیلو افغانانو د بیرته ستنولو په اړه وشوې او طالبانو ته د هېڅ ډول امتیازاتو ورکول پکې شامل نه وو.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت بیا وروسته اعلان وکړ چې د طالبانو د حکومت تر څلورو نورو ډیپلوماتانو پورې به جرمني ته د ورتګ اجازه ورکړل شي، څو افغانستان ته د ډیپورټ بهیر اسانه او چټک شي.
د جرمني صدراعظم فریدرش میرڅ هم تېره چهارشنبه پارلمان (بوندستاګ) ته په وینا کې کې هغه تورونه رد کړل چې ګواکې حکومت یې په افغانستان کې له واکمنو طالبانو سره اړیکې عادي کوي.
په دې اړه نور:
اروپایي چارواکي: له طالبانو سره اړیکي تخنیکي بڼه لري او د مجرمینو په بیرته ستنولو څرخيهغه څرګنده کړه چې حکومت په تر ټولو ټیټه ممکنه تخنیکي کچه اړیکې ساتي، څو هغه افغان نارینه بېرته افغانستان ته واستول شي چې په جرمني کې یې جنايي جرمونه ترسره کړي دي.