د امریکا د ولسمشر مرستیال، جيډي ونس، ایران ته خبرداری ورکړی چې متحد ایالتونه به هر ډول «تاوتریخوالي ته په تاوتریخوالي ځواب ورکړي».
ونس ویلي، که ایران د اوربند د تفاهملیک د عملي کېدو په اړه کومه ستونزه یا اندېښنه لري، «کولای شي ټېلفون وکړي او خبرې وکړي.»
هغه په ایکسپاڼه کې لیکلي: «ایران اوربند تړون لاسلیک کړی او موږ هم ورته ژمن یو. که هغوی د تفاهملیک د پلي کېدو په اړه اختلاف لري، یوازې دې ټېلفون وکړي. خو که تاوتریخوالی وکړي، له سخت غبرګون سره به مخامخ شي.»
له بلې خوا د امریکا له لوري د ایران په جنوب کې د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو پر زېرمو او یوې راداري اډې تر برید وروسته، د ایران سپاه پاسداران ادعا کړې چې په سیمه کې یې د امریکايي ځواکونو د استوګنې ځایونه په نښه کړي دي.
د سپاه پاسداران سمندري ځواک په یوه لنډه خبرپاڼه کې ویلي، که امریکا بیا بریدونه وکړي، د سپاه غبرګون به «لا پراخ» وي.
د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) یا نورو خپلواکو سرچینو د سپاه دا ادعا تر اوسه تایید یا رد کړې نه ده.
سپاه پاسداران ویلي، له دې وړاندې د دې ځواک د قوماندانانو په نوم خپرې شوې څرګندونې او خبرپاڼې ناسمې وې او یوازې همدا رسمي خبرپاڼه د دوی دریځ څرګندوي.
د امریکا پوځ تایید کړې چې په هرمز تنګي کې پر یوې سنګاپوري سوداګریزې بېړۍ د ایران د ادعا شوې ډرون برید په ځواب کې یې د ایران دننه ځینې پوځي هدفونه په نخښه کړي دي.
د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) ویلي، امریکايي جنګي الوتکو د ایران د جنوبي سواحلو په اوږدو کې د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو زېرمې او راداري تأسیسات بمباري کړي دي.
د «اېور لاولي» په نوم سوداګریزه بېړۍ، چې د سنګاپور بیرغ پرې رپېده، د پنجشنبې په ورځ له هرمز تنګي تر تېرېدو وروسته د عمان د سواحلو ترڅنګ د یوه توغندي یا الوتکې له برید سره مخامخ شوه. امریکا ادعا کوي چې دا برید د ایران له لوري د یوې بېپیلوټه الوتکې په وسیله شوی و.
سینټکام دغه برید «بېدلیله دښمنانه اقدام» بللی او ویلي یې دي چې دا د تهران او واشنګټن ترمنځ د اوربند د هوکړې سرغړونه ده او د نړۍ په یوه مهم سوداګریز سمندري مسیر کې یې د بېړیو د تګ راتګ ازادي له خطر سره مخامخ کړې ده.
تر دې برید لږ مخکې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران تورن کړی و چې په هرمز تنګي کې یې د تېرېدونکو بېړیو پر لور لږ تر لږه څلور بریدګرې بېپیلوټه الوتکې توغولې دي. هغه ویلي و چې امریکايي ځواکونو له دغو څخه درې الوتکې نسکورې کړې دي.
ټرمپ په خپلې ټولنیزې شبکې «ټروت سوشل» کې لیکلي و چې د ایران دغه اقدام د اوربند د هوکړې «احمقانه سرغړونه» ده او خبرداری یې ورکړی و چې امریکا به ډېر ژر ځواب ورکړي.