د خوړو نړیوال پروګرام: ۱۳.۸ میلیونه افغانان د خوړو له سختې ناامنۍ سره مخامخ دي

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) خبرداری ورکړی چې دا مهال ۱۳.۸ میلیونه افغانان د خوړو د ناامنۍ له بحراني یا بېړنۍ کچې سره مخامخ دي، او که د پاکستان لارې تړلې پاتې شي، په راتلونکو شپږو میاشتو کې به دا شمېر ۲.۳ میلیونه نور هم زیات شي.

دغه پروګرام پرون (جمعه) په یوه راپور کې ویلي، د پاکستان له لوري د لارو تر تړل کېدو وروسته، ایران د افغانستان د سوداګرۍ پر اصلي لارې بدل شوی او اوس شاوخوا ۶۰ سلنه سوداګري د ایران له لارې ترسره کېږي.

د خوړو نړیوال وایي، د بدیلو لارو د اوږدوالي او لوړ لګښت له امله په افغانستان کې د خوراکي توکو، سونګ او کرنیزو توکو بیې لوړې شوې دي.

د ملګروملتو دې ادارې همداراز خبرداری ورکړی چې د بودجې د سخت کمښت له امله به سږ کال د شدیدې خوارځواکۍ له ۳.۷ میلیونه ماشومانو څخه یوازې د درېیمې برخې درملنه وکړای شي.