د روغتیا نړیوال سازمان: په افغانستان کې د اعتیاد د درملنې ملاتړ ته دوام ورکوو

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) ویلي چې په افغانستان کې به د نشه‌یي توکو د روږدو کسانو د مخنیوي، درملنې او بیارغونې د پروګرامونو ملاتړ ته دوام ورکړي.

دغه سازمان د جمعې په ورځ له مخدرو موادو سره د مبارزې په نړیواله ورځ په یوه بیان کې وویل، دا مهال په ۱۰ ولایتونو کې د روږدو کسانو د درملنې د ۱۱ مرکزونو او ۱۱ ګرځنده روغتیايي ټیمونو ملاتړ کوي. د سازمان په وینا، دغه مرکزونه د اعتیاد درملنه، د رواني روغتیا خدمتونه او د بیارغونې پاملرنه وړاندې کوي.

د روغتیا نړیوال سازمان زیاته کړې چې په کابل، کندهار او هلمند کې هم د درملنې مرکزونه او ګرځنده طبي ټیمونه فعال دي او د روغتیايي کارکوونکو د روزنې له لارې د درملنې پروګرامونه هم پیاوړي کوي.