قزاقستان وايي، د بشري مرستو د دوام په ترڅ کې یې افغانستان ته د متخصصو ډاکټرانو یو پلاوی استولی، څو د افغانستان په روغتونونو کې ناروغانو ته طبي او جراحي خدمتونه وړاندې کړي.
د قزاقستان د روغتیا وزارت پرون (جمعه) وویل، په دې پلاوي کې د ارتوپېډۍ، ټراما، زړه، ماشومانو، عمومي جراحۍ، یورولوژۍ، سږو او وبا پېژندنې متخصصان شامل دي.
دغه وزارت زیاته کړې چې قزاقستان له دې سره هممهاله افغانستان ته ۳۱۸.۸ مټریک ټنه بشري مرستې هم استولې دي، چې د روغتیايي او بشري اړتیاوو د پوره کولو لپاره ځانګړې شوې دي.