د پولیو ضد پروګرام: د ماشومانو پر وخت واکسینول د پولیو د مخنیوي یوازینۍ اغېزمنه لار ده

د افغانستان د پولیو ضد پروګرام له کورنیو غوښتي چې خپلو ماشومانو ته په وخت د پولیو واکسین ورکړي او د واکسیناسیون په کمپاینونو کې فعاله ونډه واخلي.

دغه پروګرام پرون (جمعه) په یوه بیان کې وویل، د پولیو واکسین ماشومان له فلج کوونکو ناروغیو او نورو جدي روغتیايي ستونزو څخه ساتي او د دې ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره د خلکو همکاري ضروري ده.

افغانستان او پاکستان لا هم د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي چې د پولیو ویروس پکې په بشپړ ډول له منځه نه دی تللی، او روغتیايي چارواکي ټینګار کوي چې د بشپړ خوندیتوب لپاره باید ماشومان د پولیو ټول ډوزونه، چې سپارښتنه یې شوې، ترلاسه کړي.