د پرتګال سترې محکمې د افغان کډوال د قتل دوسیه بیا محاکمې ته واستوله

ارشیف

د پرتګال سترې محکمې د عبدالبشیر په نوم د افغان کډوال، د دوسیې د بیا څېړنې امر کړی چې په ۲۰۲۳ کال کې یې د لیزبون په اسماعیلي مرکز کې دوې ښځې وژلې وې.

محکمې ویلي چې د نوموړي د رواني وضعیت د ارزونې لپاره باید نوې ګډه رواني او ارواپوهنیزه معاینه ترسره شي، څو څرګنده شي چې هغه د جرم پر مهال جنایي مسوولیت درلود که نه.

۳۱ کلن عبدالبشیر تېر کال د دوو ښځو د وژلو په جرم په ۲۵ کاله بند محکوم شوی و، خو څارنوالۍ استدلال کړی چې نوموړی رواني ناروغي لري او باید د بند پر ځای تر ځانګړې درملنې لاندې وساتل شي.

د محکمې نوې پرېکړه به یوازې د هغه د جنایي مسوولیت او سزا په اړه وروستۍ پرېکړه وټاکي، نه دا چې د قتل د جرم اصل تر پوښتنې لاندې راولي.