د بې پولې ډاکترانو سازمان وايي، د افغانستان په جنوب کې د خوارځواکو ماشومانو شمېر په بې ساري ډول زیات شوی

د بې‌پولې ډاکټرانو سازمان: د افغانستان په جنوب کې د ماشومانو شدیدې خوارځواکي په بې‌ساري ډول زیاته شوې

د بې‌پولې ډاکټرانو سازمان (MSF) خبرداری ورکړی چې د افغانستان په جنوبي ولایتونو کې د شدیدې خوارځواکۍ له امله په روغتونونو کې د بستر کېدونکو ماشومانو شمېر په چټکۍ سره زیات شوی او که بیړني اقدامات ونه شي، د خوارځواکۍ بحران به لا ژور شي.

د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، د هلمند او کندهار په هغو مرکزونو کې چې د بې پولې ډاکترانو سازمان ملاتړ ترلاسه کوي، د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ او اپرېل ترمنځ د شدیدې خوارځواکۍ لرونکو ماشومانو د بسترېدو شمېر د تېرو درېیو کلونو د ورته مودې پرتله له ۳۰ سلنه زیات شوی دی. ډېری ناروغان له یوه کال کم عمره ماشومان دي.

په کندهار کې یوې مور، چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، د خپلې ناروغ ماشوم په اړه وویل:

« یو زوی مې په خوارځواکۍ اخته دی، ډاکټر وایي خواړه ورته په سم وخت نه رسیږي، د خوراکي توکو له کموالي سره مخ دی. دا چې نه یم توانېدلی ورته سم پام وکړم، په دې ناروغۍ اخته

د هلمند د بُست ولایتي روغتون د تغذیې په مرکز کې یوازې د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې له ۱۵۰۰ څخه ډېر په شدیدې خوارځواکي اخته ماشومان بستر شوي

شوی، نور ماشومان مې هم ډنګر - ډنګر دي، خو ښه دي.»

د هلمند د بُست ولایتي روغتون د تغذیې په مرکز کې یوازې د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې له ۱۵۰۰ څخه ډېر شدید خوارځواکي لرونکي ماشومان بستر شوي، چې دا د ۲۰۲۲ کال د ورته مودې پرتله څه باندې دوه برابره زیاتوالی ښيي. په همدې موده کې د کندهار په مرکز کې هم له ۵۷۰ څخه ډېر ماشومان بستر شوي او له ۳۰۰ څخه زیات نور ناروغان نورو روغتیايي مرکزونو ته وړل شوي دي.

په کندهار کې یوې ډاکترې په دې اړه وویل:

«د میندو او ماشومانو مړینې خورا زیاتې دي، میندې په اسانه ژوند له لاسه ورکوي خو هیڅوک څه نه شي کولی، کلینیکونه کم دي، دوا – درمل نه شته، خواړه خلکو ته سم نه رسېږي. دیری ماشومان له دې کبله مري چې والدین یې درمل ورته نه شي رانیولی.»

د افغانستان د جنوب لپاره د بې پولې ډاکترانو سازمان طبي کواردینېټره، انا لیلیا باندا، وایي ماشومان ډېر ناوخته روغتونونو ته رسېږي، په داسې حال کې چې حالت یې خورا نازک وي. د هغې په وینا، دا وضعیت نه یوازې د خوړو د ناامنۍ، بلکې د هغو روغتیايي خدماتو د کمزورۍ پایله هم ده چې باید خوارځواکي ژر تشخیص او درملنه یې وکړي.

د بې پولې ډاکترانو سازمان په وینا، د نړیوالو مرستو کمښت، پرله‌پسې وچکالۍ، د خوړو رسولو ستونزې او د خوراکي توکو د بیو لوړېدا د بحران مهم عوامل دي. د روغتیا نړیوال سازمان د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۵ کال له پیل راهیسې د بودجې د کمښت له امله ۴۴۵ روغتیايي مرکزونه بند شوي یا یې فعالیتونه درېدلي، چې په کې ۲۰۳ ګرځنده روغتیايي او تغذیوي ټیمونه

د بې پولې ډاکترانو سازمان طبي کواردینېټره، انا لیلیا باندا، وایي ماشومان ډېر ناوخته روغتونونو ته رسېږي، په داسې حال کې چې حالت یې خورا نازک وي.

هم شامل دي.

دغه سازمان همداراز وایي چې د میندو خوارځواکي هم د ماشومانو پر روغتیا مستقیم اغېز لري، ځکه ډېرې میندې د خپلو ماشومانو د مناسبې تغذیې لپاره کافي خواړه نه لري.

بې‌پولو ډاکټران دا مهال په بامیان، هلمند، هرات، بلخ، کندهار، خوست او کندوز کې روغتیايي پروژې پر مخ وړي. د سازمان د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې ۹ زره او ۳۸۸ خوارځواکي لرونکي ماشومان د دې سازمان د تغذیې په مرکزونو کې تداوي شوي دي.