د بریتانیا پاچا چارلس د افغان ښځینه کرکټ لوبډلې ملاتړ وکړ

د بریتانیا پاچا درېیم چارلس د افغان ښځینه کرکټ لوبډلې، چې دا مهال په جلاوطنۍ کې ژوند کوي، ملاتړ څرګند کړ او پرون (چهارشنبه) یې د لندن په کلارنس هاوس کې له لوبغاړو سره ولیدل.

دا لوبډله د طالبانو له لوري پر ښځینه ورزش د بندیزونو له امله نه شي کولی د افغانستان په استازیتوب په رسمي نړیوالو سیالیو کې ګډون وکړي. د لوبډلې ډېری غړې له افغانستانه وتلې او اوس په استرالیا کې اوسي.

د لوبډلې غړې اکیل لطیفي ویلي، دوی د هغو افغان ښځو استازیتوب کوي چې په خپل هېواد کې د ورزش حق نه لري. هغې هیله څرګنده کړه چې یوه ورځ به افغان ښځینه کرکټ لوبډله بېرته تر خپل ملي بیرغ لاندې په نړیوالو سیالیو کې ګډون وکړي.

پاچا چارلس له دې لوبډلې سره داسې مهال ولیدل چې دوی د څو سیالیو لپاره بریتانیا ته تللي دي.