د طالبانو د حکومت چارواکو د سې شنبې په ورځ په بروکسل کې له اروپايي اتحادیې سره افغانستان ته د هغو افغانانود بېرته ستنولو په اړه خبرې وکړې چې د پناه غوښتنلیکونه یې رد شوي دي. دغه سفر د بشري حقونو د فعالانو له سختو نیوکو سره مخ شوی دی.
د فرانسپرس خبري آژانس د راپورله مخې اروپايي کمیسیون د طالبانو پنځه کسیز پلاوي ته چې مشري یې د بهرنیوچارو وزارت ویاند عبدالقهاربلخي کوي بلنه ورکړې وه چې د غیرقانوني کډوالۍ د مخنیوي او د بیرته ستنولو د بهیر د پیاوړتیا په اړه بحثونه وکړي. دا په داسې حال کې ده چې اروپايي اتحادیه د طالبانو حکومت په رسمیت نه پیژني.
د طالبانو یوه چارواکي چې د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې د اروپایي اتحادیې له چارواکو سره د ترسره شویو خبرو له جزیاتو خبروو، دې اژانس ته ویلي چې خبرې رغنده وې. دې چارواکي چې د خبرو د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم یې په راپورکې خپورشي، وویل چې دغه ناستې رغوونکې وې او هیله شته چې مثبتې پایلې به ولري. دا خبرې داسې مهال شوې چې اروپایي هیوادونه هڅه کوي هغه کسان بیرته افغانستان ته واستوي چې د پناه غوښتنې یې ردشوي، دارنه جرمونه یې ترسره کړي یا امنیتي ګواښ ګڼل کیږي.
دا په څه کم پنځو کلونو کې پرافغانستان د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته لومړی ځل دی چې اروپایي چارواکي په بروکسل کې د طالبانو له یوه پلاوي سره غونډه کوي
اروپايي کمیسیون تایید کړه چې د سې شنبې په ورځ یې په بروکسل کې د طالبانو د یوه پلاوي کوربه توب وکړاو خبرې د افغان اتباعو د ایستلو پرموضوع متمرکزې وي. دا په څه کم پنځو کلونو کې پرافغانستان د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته لومړی ځل دی چې اروپایي چارواکي په بروکسل کې د طالبانو له یوه پلاوي سره غونډه کوي.
په مې میاشت کې، اروپایي کمیسیون وروسته له هغې د طالبانو چارواکي بروکسل ته وروبلل چې د دې اتحادیې شلو غړیو هیوادونو غوښتنه وکړه چې د طالبانو له چارواکو سره دې غونډه وشي او افغانستان ته دې د هغو افغانانو د بیرته استولو په اړه ورسره خبرې وشي چې په اروپایي هیوادونو کې د اوسیدو قانوني حق نه لري.
د اروپايي کمیسیون یوه ویاند مارکوس لامیرت په بروکسل کې د خبرو تر پیل مخکې وویل: "د دغو غړو هېوادونو تمرکز د هغو کسانو په بېرته ستنولو دی چې جدي جرمونه یې کړې وي یا امنیتي ګواښ ګڼل کیږي." هغه په دې اړه نورجزیات ورنکړل.
په دې اړه نور:
اروپايي کمیسیون ډیر ژر د څه باندې شل زره افغان کډوالو د اخراج په اړه له طالب پلاوي سره خبرې کويخو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په یوه بیان کې په بروکسل کې د اروپايي کمیسیون له چارواکو سره د خبرود تایید ترڅنګ وویل چې د غونډې په اجنډا کې په اروپايي اتحادیه کې د افغانانو لپاره د قونسلي خدماتو د بیا پیل امکان، د قونسلګرۍ موجودیت او همدارنګه د "باور جوړونې اقداماتو اړتیا" شامل وو. نوموړي افغانستان ته د افغانانو د بیرته ستنولو د موضوع یادونه نده کړې خو زیاته کړې یې ده چې دې ناستې "د بهر مېشتو افغانانو د قونسلي حقونو د خوندي کولو لپاره د مثبت پرمختګ د رامنځته کولو هیلې" راټوکولې دي.
طالبان غواړي په دې ډول، په اصطلاح په غیرمستقیم ډول د خپل حاکمیت تثبیت وکړي
پوښتنه داده چې که طالبان د اروپایي چارواکوغوښتنې مني، په بدل کې یې دوی څه غواړي لاس ته راوړي، په دې اړه د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي پخوانی استاد نصرالله ستانیکزی وایي، دې ته په پام چې د جرمني او هالند په ګډون یوشمیراروپایي هیوادونو کې د طالبانو ډیپلوماتان د افغانستان په سفارتونو کې قونسلي چارې مخ ته وړي دوی هڅه کوي چې خپل ډیپلوماتیک حضور لا پیاوړی کړي.
" طالبان غواړي په دې ډول، په اصطلاح په غیرمستقیم ډول د خپل حاکمیت تثبیت وکړي، په نړیواله سطحه کې، او دا ځانته یوه لویه لاس ته راوړنه ګڼي."
که څه هم د اروپایي اتحادیې چارواکو ویلي چې د طالبانو پلاوي ته د یوې ورځې لپاره ویزه ورکړل شوې خو دغه سفر د بشري حقونو د فعالانو له سخت غبرګون سره مخ شوی. دوی وایي چې دا اقدام د اروپايي اتحادیې له ارزښتونو سره په ټکر کې دی.
د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ چې په ۱۵ کلنۍ کې د پاکستاني وسله والو طالبانو له خوا په ډزو ویشتل شوې وه ویلي: "طالبانو ښځې او نجونې له عامه ژوند څخه حذف کړې دي." هغې زیاته کړې چې د اروپايي اتحادیې بلنې "ډېره اندېښمنه او حیرانه" کړې ده.
د اروپايي اتحادیې غړي هېوادونه خپل باور زیانمنوي
د بشري حقونو د څارسازمان څیړونکې فرشته عباسي ویلي: "د اروپايي اتحادیې غړي هېوادونه خپل باور زیانمنوي، ځکه له یوې خوا د طالبانو د سرغړونو غندنه کوي او د حساب ورکونې غوښتنه کوي، خو له بلې خوا د افغانانو د جبري بېرته ستنولو لپاره له طالبانو سره همکاري کوي."
اروپايي هېوادونو په ۲۰۲۱ کال کې، کله چې طالبان بیا واک ته ورسېدل په کابل کې خپل سفارتونه وتړل.
طالبانو په افغانستان کې د اسلامي شریعت خپل سخت تفسیرنافذکړی، ښځې اړې دي چې له کوره د وتلو پر مهال تقریباً بشپړ پوښښ ولري، له ګڼو عامه ځایونو لکه پارکونو او سپورټي کلپونو او جیمونو څخه منع دي، او له شپږم ټولګي پورته د نجونو او ښځو پرزده کړو هم بندیز لګول شوی دی.
روانه میاشت د اروپايي اتحادیې د کډوالۍ کمېشنر مګنس برونر له طالبانو سره د تعامل دفاع وکړه او ویې ویل چې بروکسل بله لاره نه لري پرته له دې چې د طالبانو له حکومت سره د غیرقانوني کډوالو د بېرته ستنولو په اړه خبرې وکړي.
د اروپايي اتحادیې د احصایې ادارې د معلوماتو له مخې، د ۲۰۱۳ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ شاوخوا یو میلیون افغانانو په اروپايي هېوادونو کې د پناه غوښتنې ورکړي چې له دې ډلې نږدې نیمایي یې منل شوي دي.
د اروپايي اتحادیې له ۲۷ غړو هېوادونو څخه شاوخوا شلو یې لیوالتیا ښودلې چې ځینې هغه کسان چې د پاتې کېدو قانوني حق نه لري، افغانستان ته بېرته واستوي.
ځینو هېوادونو له مخکې په دې برخه کې کې عملي ګامونه هم اخیستي دي د بیلګې په توګه جرمني له ۲۰۲۴ کال راهیسې له ۱۰۰ څخه ډېر هغه افغانان چې په جنايي جرمونو محکوم شوي وو، د قطرپه مرسته د ځانګړو چارټر الوتنو له لارې بېرته افغانستان ته استولي دي او اتریش هم ورته اقدام کړی دی.
په دې اړه نور:
دوبرینټ:"هغوی چې زموږ له خوندیتوب څخه ناوړه ګټه اخلي او دلته جدي جرمونه ترسره کوي، باید خپله راتلونکې په خپل اصلي هېواد کې ولټوي."د بشري حقونو سازمانونه د دې بهیر قانوني او اخلاقي اړخونو ته اندیښنه لري، ځکه چې افغانستان له سخت بشري بحران سره مخ دی او د ملګرو ملتونو په وینا میلیونونه خلک د لوږې او اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
د امنیسټي انټرنېشنل د اروپايي ادارو د دفتر مشرې ایو ګېډي ویلي: "هغه نا هیلې کیدونکې صحنې چې د اروپايي اتحادیې د کارکونکو په شمول خلک له افغانستانه تښتېدل، لا هم تازه دي."
هغې زیاته کړې: "دا له تصوره لیرې ده چې اروپايي اتحادیه اوس هڅه کوي خلک افغانستان ته واستوي، هغه هیواد ته چې په همدې موده کې لا خطرناک شوی دی."