شاهسوار د ننګرهار د ښیوې ولسوالۍ شل کلن ځوان دی، چې د ښه راتلونکي په لټه کې یې سفر په یوې غمیزې بدل شو.
هغه اوس په خپل ساده او خټین کور کې له لاسو او پښو پرته ناست دی او د هغه سفر ترخې خاطرې بیانوي چې د ده ژوند یې د تل لپاره بدل کړ.
شاهسوار چې د خپلې کورنۍ مشر زوی او سرپرست دی، وايي لکه د ډېرو نورو افغان ځوانانو په څېر چې له اقتصادي ستونزو او بېکارۍ سره مخ دي، په تېر ژمی کې یې پرېکړه وکړه چې په قاچاقي لارو ترکیې او بیا وروسته اروپا ته لاړ شي، په دې هیله چې کار پیدا کړي او خپلې کورنۍ ته ښه ژوند برابر کړي.
د هغه په خبره، له افغانستانه تر وتلو وړاندې یې د کار ډېره لټه وکړه خو د مناسب کار د نه پیدا کېدو له امله بالاخره اړ شو چې کورنۍ یې د ده د لیږد لپاره پیسې پور کړي او اروپا ته د رسېدو په هیله یې انساني قاچاقبرو ته په لاس ورکړي.
هغه پور چې هېڅکله یې بېرته ادا نه شو کړای او اوس تر بل هر وخت زیات د هغه پر اوږو دروند پروت دی.
هغه ازادي راډیو ته وویل:
«کله چې له افغانستانه وتلم، تازه مې دولسم ټولګی بشپړ کړی و، پوهنتون ته د تګ توان مې نه درلود، له کورنۍ پټ ایران ته ولاړم، زه د کورنۍ مشر زوی یم او د کورنۍ مسوولیت زما پر غاړه و، نور وروڼه مې واړه دي، په ایران کې مې اووه ـ اته میاشتې کار وکړ او هره میاشت مې کورنۍ ته پنځه، شپږ زره افغانۍ استولې چې د کور ستونزې پرې حل کېدې.»
د ژوند د ښه کېدو په هیله، هغه په هغه قاچاقي لارو سر شو چې هر کال زرګونه کسان پرې اروپا ته د رسېدو په هیله سفر کوي.
خو د دې اوږد او خطرناک سفر په جریان کې داسې پېښه رامنځته شوه چې د هغه ژوند یې په بشپړه توګه بدل کړ.
شاهسوار نه غواړي د هغو ټولو جزییاتو په اړه خبرې وکړي چې په دغو شلو ورځو کې پرې تېر شوي دي خو په خبره یې د دغو خاطرو درد لا ورته ډېر دردونکی دی:
«د ترکیې پولیسو موږ کلابند کړي وو او له څلورو خواوو یې راګیر کړي وو، د تېښتې هېڅ لاره نه وه، درې ورځې مو له هغوی سره تېرې کړې، یوازې یې وهل ټکول کول او اوبه یې راکولې، ډوډۍ نه وه، په هغه شپه چې خوشې کولو یې، له شلو تر پنځه ویشتو نورو کسانو سره چې تر موږ وړاندې نیول شوي وو او شمېر مو له پنځوسو اوښتی و، د شپې یوولس نیمې بجې وې، لومړی یې سخت ووهلو، بیا یې زموږ کورتۍ، جرابې، بوټان او هر څه واخیستل او اته، اته کسان یې د ایران پر لور خوشې کړل.»
هغه وايي تر سهاره یې داسې حال کې سفر وکړ چې سخته واوره ورېده داسې چې ان لاره په کې نه ښکارېده او د همدې سختې یخنۍ له امله یې د لارې څو نور ملګري مړه او ځینې نادرکه شول.
دی که څه هم نادرکه نه شو او ژوند یې هم وژغورل شو خو دواړه لاسونه او دواړه پښې یې پرې شوې.
هغه د هغه شیبولو یاد ژړوي او وايي:
«له هغو ۵۲ کسانو څخه چې زموږ په ګروپ کې وو، ۳۰ تنه مړه شول، ۸ یا ۹ تنه ورک شول او ۱۴ تنه موږ سفارت ته ورسېدو، سفارت موږ په هرات کې سرې میاشتې ته وسپارلو او هغوی بله ورځ له هغه ځایه کابل ته ولېږدولو، له ۱۴ کسانو څخه د ۶ کسانو وضعیت ښه و او رخصت شول، ۵ تنه د امنیت روغتون ته او پاتې نور د وزیر اکبر خان روغتون ته انتقال شول، یوه میاشت بستر وم، خو لاسونه او پښې مې تورې شوې وې او درملنې نتیجه ور نه کړه، وروسته یې دواړه لاسونه او دواړه پښې راته پرې کړې.»
هغه وايي چې په ایران کې روغتونونه حاضر نه وو چې دوی ومني او لږ تر لږه روغتیايي خدمات ورته وړاندې کړي.
کور ته یې بېرته ستنېدل د کورنۍ لپاره د خوښۍ او غم ګډه شېبه وه، داسې چې هغه ژوندی ستون شو خو نیمګړی.
د هغه ورور تسل وايي هغه ورځ چې شاهسوار له کوره ووت، هیله یې لرله چې یوه ورځ به په بریا راستون شي او د ځان او کورنۍ لپاره به ښه راتلونکی جوړ کړي، خو اوس یې یواځینۍ هیله داده چې ورور یې وکولای شي په مصنوعي پښو او لاسونو خپل ژوند پر مخ یوسي.
تسل ازادي راډیو ته وویل:
«اوس یې وضعیت ډېر خراب دی، دا ډېره سخته ده چې انسان لاسونه او پښې ونهلري، موږ مجبور یې ښکته پورته یې کوو، زما سپیږ ږیری پلار د خښتو په بټیو کې کار کوي، شاهسوار زموږ د کور سرپرست و، خو اوس دې حالت ته رسېدلی دی. له خپلو هېوادوالو غواړو چې له موږ سره همدردي وکړي، څو ورته د کار زمینه برابره شي او مصنوعي لاسونه او پښې ورته برابرې شي.»
شاهسوار اوس د ورځنیو ډېرو کارونو لپاره د خپلې کورنۍ، په ځانګړې توګه د خپل ورور تسل مرستې ته اړتیا لري.
هغه کارونه چې د ډېرو خلکو لپاره عادي او ساده ښکاري، خو د هغه لپاره په یوه ستره ننګونه بدل شوي دي.
د شاهسوار کورنۍ وايي چې د مصنوعي غړو، او د هغه د درملنې د لګښتونو د برابرولو توان نه لري، له همدې امله له مرستندویه بنسټونو نه د هغه لپاره د مرستې غوښتنه کوي.
د شاهسوار دا داستان یوازې د یو کس کیسه نه ده، بلکې د هغه حقیقت انځور دی چې ګڼ افغان ځوانان ورسره مخ دي.
د اقتصادي ستونزو او بې روزګارۍ زرګونه افغان ځوانان دې ته اړ کړي چې د ناقانونه کډوالۍ خطرناکې لارې غوره کړي.
ځینې هېڅکله خپل منزل ته نه رسېږي، ځینې په لاره مړه کیږي او د شاهسوار په څېر یو شمېر له جسمي او روحي ټپونو سره بېرته خپلو کورونو ته ستنېږي.
نن شاهسوار نور د اروپا د رسېدو خبرې نه کوي.
هغه اوس بله هیله لري.
پر پښو د درېدو هیله، هغه چې اوس د نورو په مرسته ترسره کېدای شي.
شاهسوار او د هغه ورور له نورو افغانو کورنیو هم غواړي چې هېڅکله خپلو زامنو ته اجازه ور نه کړي چې په قاچاقي او ناقانونه لارو سفر وکړي او د ده په څېر له برخلیک سره مخ شي، خو له دې ټولو ستونزو سره سره له افغانستانه لا هم د ځوانانو تېښته دوام لري او مهم لامل یې په دې هیواد کې د فقر او بې کارۍ لوړه کچه او د کورنیو اقتصادي ستونزې بلل کیږي.