له اروپايي چارواکو سره د طالب استازیو لیدنه؛ فعالانو اروپا ته د طالبانو پر سفر پراخې نیوکې کړي
Your browser doesn’t support HTML5
بروکسل کې اروپايي چارواکو له طالب استازیو سره خبرې کړي.
د طالبانو پلاوي ویلي " خبرې رغوونکې وې او هیله شته چې مثبت پرمختګ وشي".
اروپايي چارواکو دغه طالب پلاوي سره افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنولو په اړه تخنیکي خبرې کولې.
د طالب پلاوی مشري د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي کوله.
قهار بلخي په یو بیان کې ویلي،" په اروپايي ټولنه کې د کونسلي چارو له سره پیلول او د دواړو خواوو ترمنځ د اعتماد فضا رامنځته کول د خبرو اترو برخه وه".
اروپا ته د دغه پنځه کسیز پلاوي راتګ د بشري حقونو د مدافع سازمانونو له پراخو نیوکو سره مخ شو او ټولو یې په یوه غږ له اروپا غوښتي چې افغان کډوال دې افغانستان ته نه لیږي.