په متحده عربي اماراتو کې د افغان سوداګرو زرګونه ایسار کانټېنرونه

د اماراتو یوه ساحلي سیمه

د متحده عربي اماراتو په جبل علي او ځینو نورو سیمه ییزو بندرونو کې لا هم د افغان سوداګرو زرګونه کانټینرونه بند پاته دي. د دې کار لاملونه د منځني ختیځ شخړې او د سیمې پر ټرانزیټي لارو لګول شوي محدودیتونه دي. سوداګر وايي چې دې وضعیت یې لګښتونه زیات کړي، مالي زیانونه ور اوښتي او د توکو بیې یې لوړې کړې دي. دې راپور کې مو د افغان سوداګرو پر مخ ننګونو او د دې وضعیت اقتصادي اغیزو ته کتنه کړې ده:

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر عبدالاحد صدیقي یو له هغو افغان سوداګرو دی چې د سلګونو نورو سوداګرو په څیر د متحده عربي اماراتو جبل علي بندر او د نورو عربي هیوادونو ځینو بندرونو ته سترګه په لاره دی.

جبل علي د کراچۍ بندر له تړلو وروسته په افغانستان کې یو له مهمو سوداګریزو لارو ګڼل کیده.

په دې وروستیو میاشتو کې وروسته له هغه چې د کراچۍ بندر د افغان سوداګرو پر مخ وتړل شو، د جبل علي بندر د افغان تجارانو د توکو د لیږد لپاره یو بل مهم مرکز ګڼل کیده، خو دا بندر هم د دوی پر مخ وتړل شو او اوس د دې پروسې په بندیدو ډیری افغان سوداګر وايي چې پانګه یې جبل علي بندر او د یو شمیر نورو عربي هیوادونو په ځینو نورو بندرونو کې په ولاړو کانټینرونو کې بنده ده.

ښاغلي صدیقي ازادي راډیو سره په خبرو کې زیاته کړه: لس کانټینره زما خپل مالونه په جبل علي بندر کې بند پاتې دي چې مخکې په ۱۵۰۰ ډالرو انتقالېدل، خو اوس په ۱۲۰۰۰ ډالرو، ۱۵۰۰۰ ډالرو یې انتقال کړي او له ما دومره (پیسې) غواړي، سوداګر له دې اړخه ډېر زیانمن شوي دي.
د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر عبدالاحد صدیقي

د افغان سوداګرو زرګونه کانټینرونه په جبل علي بندرکې چې د ایران پر وړاندې د امریکا او اسراییلو له جګړې وروسته تړل شوی و، بند پاتې دي، او د سوداګریزو سرچینو په خبره، د متحده عربي اماراتو چارواکو د بندر عباس او چابهار په ګډون د ایران بندرونو ته د دې توکو بارولو او لیږد مخه نیولې ده.

د دې اقدام دلیل تر اوسه په رسمي ډول نه دی روښانه شوی، خو د افغانستان په بازارونو کې یې پایلې ورو ورو څرګندیږي.

افغانستان په وچه کې راګیر هیواد دی او د اړتیا وړ سوداګریزو توکو لویه برخه یې له ګاونډیو هیوادونو په ټرانزیټي لارو تامین کیږي.

افغان سوداګر اوس د توکو واردولو لپاره د مرکزي آسیا په مټ پر ځمکنیو لارو ډیره تکیه کوي.

دې وضعیت د افغانستان د صادراتو بهیر هم اغیزمن کړي دي.

د افغانستان د وچې میوې یو سوداګر حبیب الرحمن په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
«د دې جګړو له امله زموږ ځینې صادرات هم اغیزمن شوي، زموږ مالونه له دوه درې میاشتو راهیسې بند پاتې دي، دمریج پرې راغلی، د مالونو کیفیت خراب شوی، ډېر زیانونه را رسېدلي دي.»

په نړیواله سوداګرۍ او سمندري ترانسپورت کې، "دمریج" او "ډیتینشن" هغه فیسونه دي چې بندرونه او بار وړونکي شرکتونه یې هغه مهال اخلي چې که چیرې یو کانټینر په رسولو یا بیرته راستنیدو کې وځنډل شي.

دا افغان سوداګر وايي چې ډیریو بند پاتې بارونو او محمولو کې خواړه، د پخلي غوړ، د موټر پرزې، بریښنایی وسایل، ساختماني توکي او نور اساسي توکي شامل دي.

دوی وايي چې د ځنډ هره ورځ د ګودامونو د لوړو لګښتونو، د ترانسپورت جریمې او په پایله کې د افغان مصرف کونکو لپاره د لوړو نرخونو په معنی دی.

دوی په دې اړه چې دې وضعیت د افغانستان اقتصاد ته ګڼې ننګونې رامنځته کړي د اندېښنې په څرګندولو خبرداری ورکوي چې افغانستان اوس مهال د لا نورو ټکانونو زغم او وړتیا نه لري.

په داسې هیواد کې چې د وګړو یوه لویه برخه یې له بې وزلۍ، بې کارۍ او د توکو پېر ځواک له کمښت سره مخ ده، په وارداتو کې هر ډول خنډ یې د اړینو توکو په بیو مستقیمه اغېزه کولای شي.

ځینې دغه سوداګر دا هم وايي چې که د توکو د لیږد بهیر ژر تر ژره بیرته پیل نه شي، د ځینو وارداتي توکو د کمښت او د بیو د نور زیاتوالي امکان هم موجود دی.

خو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي وايي چې د جبل علي بندر له تړلو وروسته، د افغان سوداګرو د شاوخوا ۱۰ زرو کانټینرونو ډیری برخه له دې بندره بیرته لیږدول شوې او اوس د عمان، قطر او عراق په بندرونو کې دي.

د دوی په خبره، دا کانټینرونه له هغې لارې په وړو کښتیو کې په بندر عباس او چابهار بندرونو ته انتقالېږي.

د دې خونې د مدیره پلاوي غړي خان جان الکوزي ازادي راډیو ته وویل:"مصرف ډېر راغلی، لومړی دا چې شپږ یا اته میاشتې مالونه بند پاتې شول، ډېری یې خوراکي توکي وو چې یو ډول یې له منځه ولاړل، زیانونه یې ډېر وو چې اټکل یې نه شي کېدای، مستقیم او غیر مستقیم زیانونه یې زیات دي."

ښاغلی الکوزی زیاتوي چې د دې وضعیت له امله د ځینو توکو په ځانګړې توګه د خوراکي توکو بیې د افغانستان په بازارونو کې له ۱۵ څخه تر ۲۰ سلنې پورې لوړې شوې دي.

دی هیله من دی چې د امریکا او ایران ترمنځ نوي تړون سره به دا ننګونې حل شي او وضعیت به بیرته عادي حالت ته وګرځي.

په داسې حال کې چې زرګونه کانټینرونه لاهم د کراچۍ، جبل علي، عمان، قطر او عراق په بندرونو کې بند پاتې دي، افغان سوداګر وايي چې دوی تر بل هر څه زیات شفافیت او حساب ورکونې ته اړتیا لري، ځکه په خبره یې، د انتظار هره ورځ دوی ته د ډیرو زیانونو او د نامعلوم راتلونکي په معنی دی.