په پلازمېنه کابل کې د خصوصي ښونځیو پخوانی تود بازار اوس سوړ شوی دی.
د خصوصي ښوونځیو مسولان وايي، له تیرو څو کلونو راهیسې یې په تدریجي ډول د زده کوونکو شمېر په کمېدو دی چې په خبره یې لوی لامل یې اقتصادي ستونزې دي.
مخکې به د زده کوونکو شمېر زیات وو، موږ هم ورته ښه سهولتونه برابرول خو اوس چې اقتصادي ستونزې زیاتې دي، والدین نه شي کولای چې خپل اولادونه په خصوصي ښوونځیو کې شامل کړي، د همدې له امله د زده کوونکو شمېر ډېر کم شوی دید ښوونځي مسوول
په همدې حال کې د پلازمینې یو شمېر اوسېدونکي چې مخکې یې اولادونو په شخصي ښوونځیو کې زده کړې کولې وايي له ناچارۍ یې اولادونه له شخصي ښوونځیو راویستلي خو دوی غوښتنه کوي چې دولتي ښوونځیو ته باید پوره پاملرنه وشي.
د کابل د یوه خصوصي ښوونځي په دهلیزونو کې که څه هم د زده کوونکو د لوست غږونه اورېدل کیږي خو د ښوونځي اداره وايي هغه ګڼه ګوڼه چې څو کاله وړاندې دلته وه اوس په پرلپسې ډول کمه شوې ده.
د دغه ښوونځي یو مسول چې نه یې غوښتل د ده او د ښوونځي نوم یې په راپور کې خپور شي ازادي راډيو ته وویل پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واک وروسته د خلکو اقتصادي ستونزې زیاتې شوي او له همدې امله د دوی د زده کوونکو شمېر په تدریجې ډول کم شوی دی.
د هغه په ټکو، "مخکې به د زده کوونکو شمېر زیات وو، موږ هم ورته ښه سهولتونه برابرول خو اوس چې اقتصادي ستونزې زیاتې دي، والدین نه شي کولای چې خپل اولادونه په خصوصي ښوونځیو کې شامل کړي، د همدې له امله د زده کوونکو شمېر ډېر کم شوی دی."
په پلازمینه کې د یو بل خصوصي ښوونځي یو مدیر هم ازادي راډيو ته ورته خبره وکړه.
هغه وویل ،که څه هم دوی د تېر پرتله د زده کوونکو د میاشتینیو فیسونو اندازه هم راکمه کړې خو د زده کوونکو شمېر یې بیا هم کم دی.
په دې اړه نور:
له زده کړو محرومې نجونې؛ پر زده کړو د طالبانو پنځه کلن ځنډ درنې پایلې لرينوموړي د نوم د نه خپرېدو او غږ بدلون په شرط ازادي راډيو ته وویل: "که څه هم په جمهوریت کې زموږ فیسونه زیات وو، خو بیا هم د زده کوونکو شمېر ډیر وو، خو اوس زیات شمېر زده کوونکي خو یا د بې وسي له امله له ښوونځیو پاتې دي او کوم چې راځي هغوی هم د فیسونو د ورکړې توان نه لري، چې دا چارې د زده کړو پر کیفیت هم پوره اغیز کړی دی."
په کابل کې د خصوصي ښوونځیو د مسولینو په خبره د تېر جمهوري حکومت پر مهال دوی میاشتنی د ټولګیو له مخې له یونیم زر تر ۳ زره افغانیو رسېده او اوس یې له شل تر ۴۰ سلنه کم کړی خو بیا هم د دوی په خبره ډېر شمېر والدین د دغه پیسو د ورکړې توان هم نه لري.
د ټولنې سم نیم قشر له زده کړو راګرځول شوی او په دې سره زموږ د زده کوونکو په شمېر کې له نیم هم زیات کموالی راغلی ،مخکې یې په اوسط ډول د زده کوونکو شمېر تر ۷۰۰ رسېده خو اوس دا شمېر تر ۲۰۰ راټیټ شوی دید خصوصي ښوونځي مسوول
دوی وايي د زده کوونکو د شمېر له کمېدو سره د دوی عواید هم کم شوي او ځینې وخت اړ کېږي چې د ښوونکو معاشونه له خپلو شخصي پیسو ورکړي.
دوی ټینګار کوي چې دغه چارې د زده کړو پر کیفیت هم منفي اغیز کړی دی.
له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو په هر ډول زده کړو بندیز بل هغه عامل دی چې د ځینو شخصي ښوونځیو د مسولینو په خبره د دوی د زده کوونکو شمېر یې د پام وړ کم کړی دی.
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمېندو راهیسې په تېرو پنځو کلونو کې له شپږم ټولګي پورته نجونې له هر ډول عصري زده کړو راګرځول شوي دي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یونیسف ویلي په تېرو پنځو کلونو کې لږ تر لږه ۱ میلیون نجونې پر ثانوي زده کړو د محدودیتونو څخه په مستقیم ډول اغېزمنې شوې دي او که دا محدودیت دوام ولري تر ۲۰۳۰ کال پورې به دا شمېر له ۲ میلیونو څخه واوړي.
په کابل کې د یو خصوصي ښوونځي مسول ازادي راډيو ته په یو لیکلي پیغام کې ویلي :"د ټولنې سم نیم قشر له زده کړو راګرځول شوی او په دې سره زموږ د زده کوونکو په شمېر کې له نیم هم زیات کموالی راغلی ،مخکې یې په اوسط ډول د زده کوونکو شمېر تر ۷۰۰ رسېده خو اوس دا شمېر تر ۲۰۰ راټیټ شوی دی."
په همدې حال کې د پلازمینې یو شمېر اوسېدونکي وايي په اوسنیو اقتصادي شرایطو کې دوی ته د خپلو کورنیو د لومړنیو اړتیاوو پوره کول لومړیتوب لري.
د دې ښار د ۱۶ ناحیې یو اوسېدونکي محمد نبي ازادي راډيو ته وویل: "د ښوونځیو فیس، د کتابونو لګښت، د ټرانسپورت او دغه راز د قرطایسې لګښتونو پوره کول ډېر سخت دي، خو ځکه مو ماشومان له ښوونځیو پاتې دي."
د کابل ښار د کمپنۍ سیمې یو بل اوسېدونکي وویل د تېر جمهوري حکومت پر مهال یې ښه دنده درلوده او لږ ترلږه درې اولادونو یې په خصوصي ښوونځیو کې زده کړې کولې خو په خبره یې اوس چې بې روزګاره دی ایله دومره کولای شي په ډېرې سختۍ سره د کورنۍ د خوراکي موادو اړتیاوې پوره کړي.
هغه وویل :"هغه مهال ما ښه دنده لرله، پیسې وې، ټول لګښتونه مو پوره کولای شول خو اوس نه یوازې بې کارۍ ډېره ده بلکې له سختو اقتصادي ستونزو سره هم مخ یو، نو له همدې امله مو ماشومان له خصوصي ښوونځیو راویستلي او دولتي ښوونځیو کې مو شامل کړي دي."
دوی غوښتنه کوي چې حکومت دې په دولتي ښوونځیو کې د درسي بهیر د کیفیت لوړواي ته پام وکړي.
د خصوصي ښوونځیو د وضعیت او دغه راز د دولتي ښوونځیو د ښوونیز بهیر د لا ښه والي په برخه کې د خلکو د غوښتنو په اړه د طالبانو د حکومت د معارف وزارت ویاند منصور احمد حمزه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې خو وړاندې تر دې طالب چارواکو په وار وار ویلي چې عصري زده کړې ورته مهمې دي او هڅه کوي چې دې برخې ته ډېر کار وشي.
که څه هم په کابل کې اوس مهال د شخصي یا خصوصي ښوونځیو دقیق شمېر نه دی معلوم خو په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې د خصوصي ښوونځیو ټولنې ویلي چې په پلازمینه کې د ۱۳ سوه خصوصي ښوونځیو له ډلې یې تر ۳۰۰ تړل شوي دي، او ډېر شمېر نور هم د تړل کېدو له ګواښ سره مخ دي.
د دې ټولنې مسولینو خبرداری ورکړی و چې که د هر خصوصي ښوونځي په تړل کېدو سره په اوسط ډول ۲۰ ښوونکې بې کاره کیږي.
د خصوصي ښوونځیو ټولنې له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې وه چې له دې ښوونځیو سره مرسته وکړي څو په افغانستن کې د خصوصي ښوونځيو تړل کېدو مخه ونیول شي.
دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو له مخې پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واک وروسته په دې هیواد کې بې وزلي او بې کاري زیاته شوې ده، چې د خلکو پر ژوند یې اغیز کړی دی.