په پاکستان کې یو شمېر مېشت افغانان په ځانګړې توګه خبریالان او د بشري حقونو فعالان وایي په دې وروستیو کې د نیولو او ډیپورت بهیر بیا چټک شوی دی.
یو افغان خبریال وایي له تېر یو کال راهیسې فرانسې ته د تګ لپاره د خپلې کډوالۍ دوسیې بشپړولو لپاره پاکستان کې مېشت دی او هره ورځ د ډیپورتۍ له خطر سره مخ دی.
زه په قانوني ویزه راغلی وم خو چې ویزه مې خلاصه شوه د جنورۍ په ۲۹ مه د پاکستان پولیسو ونیولم
ده چې د امنیتي اندېښنو له امله نه غوښتل نوم یې راپور کې خپور شي، د شنبې په ورځ د «غبرګولي په ۳۰مه» یې ازادي راډیو سره خبرو کې وویل: "دوی خبریالان نیسي او د تورخم له لارې یې افغانستان ته ډیپورت کوي، زه په قانوني ویزه راغلی وم خو چې ویزه مې خلاصه شوه د جنورۍ په ۲۹ مه د پاکستان پولیسو ونیولم، کمپ او بیا یې تورخم ته بوتلم، خو د بشري حقونو او خبریالانو په مداخلې مې د ډیپورت مخه ونیول شوه، اوس زه چې چېرې اوسېږم که مې استوګنځای افشا کېږي مجبورېږم چې ځای بدل کړم،له کوره را وتلی نه شم، یو دوه ساعته د ژوند ځینو اړتیاوو برابرولو لپاره راووځم.”
اسلام اباد کې مېشت یو بل افغان خبریال هم ورته وضعیت بیانوي او وایي چې له یوې خوا د ویزو د تمدید بهیر بند او بلخوا یې پولیس نیسي او په زوره افغانستان ته لېږي، هغه هېواد ته چې د ده په خبره تګ یې ورته خورا خطرناک او له امنیتي ګواښتونو سره مل دی.
ده هم د نوم نه خپرولو په شرط ازادي راډیو ته وویل: "له بده مرغه پاکستان کې د خبریالانو او هغو کډوالو چې له ۲۰۲۱ کال وروسته دلته راغلي، وضعیت یې ډېر خراب دی، یو خوا ویزې بیا نه تمدیدېږي او بلخوا د پولیسو عملیات روان دي، عملاً کډوال نیول کېږي او کمپ کې درې څلورو شپو ساتنې نه وروسته ډیپورت کېږي، په داسې حال کې چې زما په ګډون خبریالان بیرته افغانستان ته تلی نه شو او ژوند شدیداً خطر سره مخ دی،او موږ مجبور یو چې همدې کورني حبس کې ځانونه وساتو تر څو نورو هېوادونو ته مې د کیسونو پروسس پای ته ورسېږي."
د دغه هېواد په خیبر پښتونخوا ایالت پېښور کې دېره د بشري حقونو فعالې او د افغان معترضو ښځو یوې غړې هم وویل چې که څه هم دوه ځلې د طالبان د زندان تجربه لري او پاکستان کې د تېر یو کال راهیسې اوسېدو په ترڅ کې تېره اونۍ تر تورخم پورې د ډیپورتۍ بهیر کې استول شوې هم وه، خو د ځینو ادارو په مرسته را وګرځول شوه.
دې د موضوع د حساسیت له امله د نوم نه خپرولو په شرط وړاندې ازادي راډیو ته وویل: "غوښتنه مو له پاکستانه دا ده کوم کسان چې له ۲۰۲۱ کال وروسته یې پاکستان ته پناه راوړې هغه کسان دي چې په افغانستان کې دننه له جدي خطر سره مخ دي او دلته ته یې د طالبانو له امله پناه راوړې، ملاتړ دې ترې وکړي او دوی دې نه ډیپورت کوي، زموږ ویزې دې تمدید کړي او نه دې پرېږدي چې په بېرته ستنېدو له تریخ برخلیک سره چې هغه مرګ دی، مخ شو."
دوی چې د درېیمو هېوادونو د بیا مېشتېدو د پروګرامونو دوسیې لري، وایي چې د خپلو رسمي اسنادو او د کډوالۍ د پروسو سره سره له ناڅرګند برخلیک او دوامدارې وېرې سره مخ دي.
په دې اړه نور:
پاکستاني پولیس له افغان کډوالو د نه ایستلو په بدل کې پیسې اخليتر دې وړاندې نړیوالو بشري ادارو، د خبریالانو ملاتړو بنسټونو او ملګرو ملتونو هم په ځلونو د افغان کډوالو په ځانګړې توګه دغو فعالینو او خبریالانو چې په ټکو یې، افغانستان کې له ګواښونو سره مخ دي، د دوی د نیونو او جبري ستنولو د زیاتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
تازه د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان (امسو) د جون ۲۰مه د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپل خپاره کړي بیان کې په پاکستان، ایران، هند او ترکیه د افغان خبریالانو د نا څرګند برخلیک خبره کړې او د اندېښنې په ښودلو یې ټینګار کړی چې د دوی دوسیو ته باید ژر تر ژره رسېدنه وشي.
«امسو» خبریالانو ته په استولي بیان کې زیاته کړې چې لسګونه افغان خبریالان او د رسنیو کارکوونکي په پاکستان او ایران کې له حقوقي، اقتصادي ستونزو او رواني فشارونو سره مخ شوي او د ويزود پاى ته رسېدو، د جبري ابستلو له وبري، دكار د حق نشتوالي اود نریوالو بنستونو له خوا د دوسيو دنه څیړلو له امله په بشپړه توګه له بې برخلیک حالت سره مخامخ دي.
د یادونې ده چې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته، زیات شمیر افغان خبریالان، د بشري حقونو او د ښځو د حقونو فعالان او پخواني پوځیان د امنیتي ګواښونو له امله له افغانستانه ووتل او ګاونډیو هیوادونو، په ځانګړې توګه پاکستان ته دریمو هېوادونو ته د تګ په موخه او د دوسیو بشپړولو لپاره تللي دي.
خو پاکستان هره ورځ لسګونه کورنۍ افغانستان ته ډیپورت کوي.
تر دې وړاندې د ناروې د کډوالو شورا شاوخوا دوه اونۍ مخکې په یو راپور کې له ګاونډیو هیوادونو افغانستان ته د ملیونونو افغانانو بیرته ستنېدو ته هم اشاره کړې وه او ویلي و چې یوازې په ۲۰۲۵ کال کې اټکل شوی چې ۲،۹ ملیون افغانان له ایران او پاکستانه راستانه شوي، چې ډیری یې په جبري شرایطو کې ستانه کړل شوي دي.