د قزاقستان د صدراعظم د مرستیال او د ملي اقتصاد وزیر، سریک ژومانګارین، په مشرۍ د دغه هیواد یو جګپوړی پلاوی تېره شپه کابل ته ورسېد.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي چې د دې سفر اصلي هدف د «افغان–قزاق سوداګریز او اقتصادي فورم» جوړول او په کابل کې د قزاقستان د تولیداتو او محصولاتو د نندارتون پرانیستل دي.
د وزارت په وینا، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پراختیا، د خصوصي سکتورونو ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو اسانتیا او په افغانستان کې د قزاقستاني توکو لپاره د بازار موندنې هڅې هم د دې سفر له مهمو محورونو څخه دي.
قزاقستان، سره له دې چې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، په وروستیو دوو کلونو کې یې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان سره اقتصادي او تجارتي اړیکې پراخې کړي دي.