په داسي حال کې چې پاکستان په خیبرپښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې د طالبانو له لوری د بې پېلوټه الوتکو د بریدونو ادعا ردوي، طالبانو ته نژدې سرچینې وايي چې د دوی بې پېلوټه الوتکو د خیبر د باړې سیمې په قمبرخېلو کې د داعش مهم پټنځای په دقیق ډول ویشتی او هغه ویجاړ کړی دی.
خو له بلې خوا د پاکستان د اطلاعاتو وزارت ادعا کړې چې د طالبانو بې پېلوټه الوتکه یې د پاکستان خاورې ته له داخلېدو سره سم د خیبر په شینکو سیمه کې ویشتې ده.
په همدې حال کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو د بیا فعالولو غوښتنه کړې ده.
ده دا غوښتنه وروسته له هغه وکړه چې راپورونه خپاره شول چې د افغانستان طالبانو د بې پېلوټه الوتکو په وسیله په پاکستان کې د داعش خراسان (داعش-خ) پر مرکزونو عملیات ترسره کړي دي.