په هالنډ کې افغان ترجمانان د دایمي استوګنې ځانګړې استثنا غواړي

هغه افغان ترجمانان چې له هالنډي ځواکونو او حکومتي ماموریتونو سره یې په افغانستان کې کار کړی، غوښتنه کوي چې د اروپايي ټولنې د کډوالۍ د نوي موافقې له مقرراتو څخه دې استثنا شي.

هالنډي رسنیو پرون (جمعه) راپور ورکړ چې، دغو ترجمانانو ته خبر ورکړل شوی چې نور به د پخوا په څېر دایمي پناه او استوګنه نه ورکول کېږي او پر ځای به یې د استوګنې درې کلن اسناد ترلاسه کړي.

ترجمانان وایي چې له هالنډي ځواکونو سره د همکارۍ له امله یې په افغانستان کې امنیت، دندې او راتلونکی له لاسه ورکړی او بېرته ستنېدل ورته ممکن نه دي. دوی زیاتوي چې اوس په هالنډ کې ژوند کوي، مالیه ورکوي او ماشومان یې په هالنډي ښوونځیو کې زده کړې کوي.

دوی د هالنډ له حکومته غواړي چې د خپلو پخوانیو محلي همکارانو پر وړاندې د اخلاقي مسوولیت له مخې دوی ته د استوګنې دایمي او با ثباته حل‌لاره برابره کړي.