د بې پولې خبریالانو ټولنه: په نړۍ کې د ټولو کډواله شویو خبریالانو نیمايي افغانان دي

د بې‌پولې خبریالانو سازمان ویلي، هېڅ بل هېواد د افغانستان په اندازه د خبریالانو د وتلو شاهد نه دی.

د بې‌پولې خبریالانو ټولنې د کډوالو له نړیوالې ورځې سره هممهاله په خپل تازه راپور کې افغانستان د «خبریالانو د جلاوطنۍ نړیوال مرکز» بللی او ویلي یې دي چې د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ لږ تر لږه ۶۷۷ افغان خبریالان د ګواښونو، نیونو یا د مرګ له خطر سره د مخامخېدو له امله اړ شوي چې خپل هېواد پرېږدي.

د راپور له مخې، دا شمېر د هغو ۱۴۶۸ خبریالانو نژدې نیمایي برخه جوړوي چې د بې پولې خبریالانو ټولنې په دې موده کې د خپلو هېوادونو له پرېښودو وروسته ورسره مرسته کړې ده.

راپور زیاتوي چې دغه افغان خبریالان اوس په ۲۸ هېوادونو کې مېشت دي او افغانستان د خبریالانو د جلاوطنۍ په تر ټولو لوی مرکز بدل شوی دی.

د دې ادارې د شمېرو له مخې، په همدې موده کې ۱۶۰ روسي او ۱۰۱ میانماري خبریالانو هم د دې سازمان ملاتړ ترلاسه کړی دی.

د سازمان په وینا، دا شمېرې ښيي چې افغان خبریالان لا هم د رسنیزو فعالیتونو له امله له جدي ګواښونو او محدودیتونو سره مخامخ دي.