ټرمپ: موږ د مجبورۍ له مخې خبرو ته نه یو ورغلي؛ ایران ته به هېڅ پیسې ورنه کړل شي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ په خپله خواله رسنۍ «ټروت سوشل» کې په یوه پیغام کې ولیکل چې ایران له کمزوري دریځه له امریکا سره خبرو ته حاضر شو او د مذاکراتو په بهیر کې به هېڅ ډول مالي مرسته ترلاسه نه کړي.

ټرمپ لیکلي: «موږ له مجبورۍ او ناچارۍ خبرو ته نه یو ورغلي؛ دا ایران و چې داسې یې وکړل. هغوی نور ختم شوي دي.»

هغه همداراز د ایران او امریکا د تفاهم‌لیک د ۶۰ ورځني پړاو په اړه ویلي چې امریکا به د دې هوکړې د پلي کېدو بهیر تر پایه تعقیب کړي.

د امریکا ولسمشر زیاته کړې: «هېڅ پیسې به هغوی ته ورنه کړل شي؛ آن لس سنټه هم.»

ټرمپ په بل پیغام کې ادعا کړې چې جګړې ایران سخت کمزوری کړی او خپلې پخوانۍ څرګندونې یې تکرار کړې چې ګواکې د ایران هوايي ځواک، سمندري ځواک، هوايي دفاعي سیستمونه او اغېزمنه راداري شبکه له منځه تللې ده.