کانکور ازموینې ته د زده کوونکو د چمتو کولو د یو ښوونیز مرکز مشر او استاد قیس رابین قرضي وايي چې په تېره کې یې زده کړو ته د نجونو د علاقې او لېوالتیا خبره کوله.
" پنځه بجې د سهار به نجونې راتللې ښوونیزو مرکزونو ته، ما به چې د دوی دا لېوالتیا لیده، نو زه د افغانستان راتلونکي ته ډېر هیله من شوی وم."قیس رابین
دا چې لسیزې یې په افغانستان کې یادې ازموینې ته زرګونه زده کوونکي چمتو کړي او د طالبانو په بیاځلي راتګ سره اوس ترکیه کې اوسېږي وايي، په افغانستان کې د نجونو د زده کړو په برخه کې د رامنځته شوې وقفې جبرانول به ډېره ستونزمنه وي.
"یوه تعلیمي تشه رامنځته شوې، ډېره ستونزمنه ده چې مونږ وغواړو دا بېرته رفع کړو، که چېرې حکومت، هغه چې اوس افغانستان کې یې واک دی، وغواړي همدا شېبه هم نجونو ته اجازه ورکړي چې زده کړې وکړي، مونږ حداقل څلورو، پنځو کلونو ته اړتیا لرو چې خپل اصلي او اساسي مسیر ته ځان برابر کړو، که دا یو کال نور هم دوام وکړي، افغانستان د بدبختۍ په لور بیايي."
کابل کې له زده کړو پاتې شوې نجونې هم همدا خبره کوي وايي، دوی څو کاله وروسته پاتې شول او دا ځنډ په اسانه جبرانول ستونزمن دي.
له دې ډلې یوې چې نه یې غوښنل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل:
"د زده کړو ستونزه نه یوازې د نن ستونزه ده، دا به د راتلونکو کلونو لپاره درانه او نه جبرانېدونکي زیانونه ولري، هره ورځ چې یوه زده کوونکې یا محصله له زده کړو لیرې پاتې کېږي، هېواد مو له علمي، اقتصادي او ټولنیز پرمختګ سره فاصله پیدا کوي، د دې پرېکړې تاوان به په ټوله کې راتلونکی نسل او افغانستان پرې کوي، ځکه هېڅ هېواد د نجونو او ښځو له زده کړو پرته پرمختګ نشي کولای."
په دې اړه نور:
افغان ښځې : محدودیتونو په کور دننه اړیکو کې هم ستونزې رامنځته کړيپر افغانستان د طالبانو له بیا واکمېندو راهیسې په تېرو پنځو کلونو کې له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده کړو او هم پوهنتونونو او طبي انسټیټیوتونو ته له تللو راګرځول شوې دي.
یونېسف د غبرګولي په اتمه په یو راپور کې ویلي و چې له اټکلونو سره سم په ۲۰۲۴ کال کې د شاوخوا ۲.۶ میلیونه تنکیو ځوانو نجونو په شمول له ۷ تر ۱۸ کلونو پورې شاوخوا ۳.۸ میلیونه نجونې له ښوونځیو محرومې وې او په تېرو پنځو کلونو کې لږ تر لږه ۱ میلیون نجونې په ثانوي زده کړو د محدودیتونو څخه په مستقیم ډول اغېزمنې شوې دي.
د یونېسف د راپور پر بنسټ که اوسني فرمانونه او محدودیتونه همداسې دوام ومومي، نو تر ۲۰۳۰ کال پورې به دا شمېر له ۲ میلیونو څخه واوړي.
په ۲۰۲۴ کال کې د شاوخوا ۲.۶ میلیونه تنکیو ځوانو نجونو په شمول له ۷ تر ۱۸ کلونو پورې شاوخوا ۳.۸ میلیونه نجونې له ښوونځیو محرومې وې او په تېرو پنځو کلونو کې لږ تر لږه ۱ میلیون نجونې په ثانوي زده کړو د محدودیتونو څخه په مستقیم ډول اغېزمنې شوې ديیونیسیف
د ملګرو ملتونو دغې ادارې بیا د روان میلادي کال د اپرېل په ۲۸مه په یو بل راپور کې خبرداری ورکړی و چې په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو روان بندیز کولای شي تر ۲۰۳۰ کال پورې دغه هېواد له ۲۰ زره زیاتو ښځینه ښوونکو او له پنځو زرو ډېرو روغتیایي کارکوونکو له کمښت سره مخامخ کړي.
قیس رابین چې د طالبانو د لومړۍ دورې واکمنۍ پر مهال پاکستان ته کډوال او د دوی د حکومت تر ړنګېدو وروسته بېرته کابل ستون شو او هلته یې په ۲۰۰۳ زېږدیز کال کې کانکور ازموینې ته د چمتووالي په برخه کې خپل فعالیتونه پیل کړل وايي، هغه مهال هم د دې ناورین پایلې په جدي ډول محسوسې وې.
"زه چې کله له پاکستانه راغلم کابل ته، متوجه شوم چې یوه لویه تعلیمي تشه رامنځته شوې ده، ځکه څو کاله چې طالبان هلته و، نجونو د زده کړو اجازه نه درلوده، یوه نجلۍ چې مخکې په شپږم ټولګي کې وه باید دولسم کې ناسته وی، ځکه د عمر له نظره دوی نه شول کولای چې د شپږم ټولګي نجونو سره کېني، دوی نه یې یوه سمبولیکه ازموینه اخیسته او ارتقا یې ورکوله، نو دوی به چې کانکور ازموینه ورکړه، په لومړیو دوو کلونو کې یې فوق العاده رېزش درلود، یعنې په ډېر شمېر سره به بې نتیجې او ناکامه شوې."
د ننګرهار ولایت یوه اوسېونکې مېرمن چې د طالبانو د واکمنۍ د لومړۍ دورې پر مهال له زده کړو راګرځول شوې وه، هم وايي چې بېرته پیل دې ته ډېر ستونزمن و او څه موده د ارتقا تر ازموینې مخکې داسې نجونو سره تولګي کې کېنول شوې وه چې تر دې ډېرې کوچنۍ وې.
د کانکور د ازموینې استاد قیس رابین
دې هم چې نه غوښتل نوم یې راپور کې واخیستل شي د غږ د بدلون په شرط د هغه مهال کیسه ازادي راډیو ته داسې وکړه.
"کله چې ما ښوونځي ته مراجعه وکړله، نو داسې تولګي کې یې کېنولم چې تر ما ډېرې وړې نجونې په کې وې، نو زه به چې هلته تلمه ځان به راته ډېر بد ښکارېده، شرمېدمه، بیا یې راته وویل چې تانه د ارتقا ظرفیت ازموینه اخلو، نو څو صنفه امتحان چې ما ورکړو، په ما ډېر فشار راغی، ډېره راته سخته تمامه شوه."
دا پنځم کال دی چې په افغانستان کې نجونې کانکور ازموینه کې له ګډون محرومې شوې دي.
ښاغلی رابین وايي، دی چې په انلاین ډول افغانستان کې ځینو زده کوونکو ته د ریاضي زده کړې ورکوي، د دې شاهد دی چې ډېری نجونې کورسونه په نیمايي کې پرېږدي او بې وخته ودونه کوي چې د ده په خبره لامل یې تر ډېره اقتصادي ستونزې دي.
"تېر کال ما په افغانستان کې دننه نجونو سره انلاین زده کړې درلودې، متوجې شوم یو شمېر نجونې چې ۱۵، ۱۶ کلنې دي، دوی به دوه، درې ورځې درس ته نه راتللې، اخر به متوجه شوم چې بېخي نشته، له ګروپي ملګرو به مې پوښتنه کوله چې زمونږ دا خور څه شوه، ویل به یې استاده واده یې کړی چې پوښتنه به مې وکړه چې ولې دې واده وکړ، ویل به یې زه پر خپلې کورنۍ بار وم، ما به ویل نو په هغوی بار نه یې، ویل به یې مجبوره یم، دلته څه وخته وروسته ماشوم زېږوم او هغوی اړ دي مونږ ته خواړه، خوراک او د ژوند شرایط برابر کړي."
له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ وجهي صندوق، یونېسف هم مخکې ویلي و چې ۳۲.۲ سلنه هغه افغان نجونې چې نالوستې وې، تر ۱۸ کلنۍ مخکې واده شوې، په داسې حال کې چې د ۷٪ هغو نجونو ودونه تر ۱۸ کلنۍ مخکې شوې دي چې لوړې زده کړې یې کړې وې.
ښاغلی رابین د طالبانو له حکومت غواړي چې نجونو ته نور د زده کړو اجازه ورکړي، ځکه دوی یوازې ځان نه، خپله کورنۍ او په ټوله کې ټولنه باسواده کوي: "تاسې د نارینه وو په پرتله د ښځو زده کړو او تحصیل ته ډېره پاملرنه وکړئ، که یو نارینه زده کړې کوي، یوازې خپل ځان رسوي، خپل شخصیت جوړوي، خو کله چې یوه ښځه، یوه خور، یوه لور زده کړې کوي هغه په راتلونکي کې خپل اولاد، خپله کورنۍ ډېره ښه روزي، د تعلیم په ګاڼه یې سمبالوي او رسوي یې."