دکابل اوسېدونکې ۱۹ کلنه مرسل یوه له هغو کسانو ده چې وايي د نامناسب حجاب په تور د ښځو نیولو او د طالبانو محدودیتونو یې هم په ژوند او هم په کورنیو دننه اړیکو اغیز کړی دی.
تل راته وايي چې که طالبان دې بوځي، ته بیا زمونږ په درد نه خورې، نور بیا کور ته راتګ هېڅ ګټه نه لريمرسل
هغه وايي:"تل راته وايي چې که طالبان دې بوځي، ته بیا زمونږ په درد نه خورې، نور بیا کور ته راتګ هېڅ ګټه نه لري. زه بیا ناهیلې کېږم او هم وېرېږم، خو صبر کوم او هیله لرم چې یوه ورځ دا وضعیت بدل شي، هیله لرم."
که څه هم د طالبانو حکومت ادعا کوي چې په افغانستان کې د ښځو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي، خو له ۲۰۲۱ کال راهیسې پر ښځو ګڼ محدودیتونه لګول شوي دي؛ چې په کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز، په ډېرو دولتي او نادولتي ادارو کې د ښځو پر کار محدودیت، د تګ راتګ او ټولنیز حضور محدودول، او همدارنګه د جامو او حجاب اړوند مقررات شامل دي.
په دې وروستیو کې په هرات په ښار کې هم د یو شمېر ښځو او نجونو د نیولو راپورونه خپاره شول، که څه هم طالب چارواکو دا راپورونه رد کړي دي خو د هرات ولایت یوه اوسېدونکې وايي، شته محدودیتونو نه یوازې د دوی ورځنی ژوند ستونزمن کړی، بلکې د کورنۍ د نارینه وو پر رواني حالت یې هم اغېز کړی او کورنی ژوند یې ورته تریخ کړی دی.
دې ښځې، چې د احتمالي ستونزو له امله یې نه غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته وویل:
دوی وايي که تاسې زندان ته بوځي، نو بیا زموږ د کورنۍ غړې نه یاست، نور به اجازه در نه کړو چې کور ته راشئ.هرات میشته یوه میرمن
"مونږ چې کورنۍ مو لوستې دي، دوی وايي که تاسې زندان ته بوځي، نو بیا زموږ د کورنۍ غړې نه یاست، نور به اجازه در نه کړو چې کور ته راشئ. د طالبانو دغو کړنو د نارینه وو پر روحیې دومره اغېز کړی چې نه پوهېږو څنګه له خپلو کورنیو سره ژوند وکړو. خو بیا هم مبارزې ته دوام ورکوو."
خو د ځینو کورنیو نارینه بیا دا ډول چلند د امنیتي اندېښنو او په اوسنیو شرایطو کې د ښځو د ساتنې لپاره هڅه بولي.
د سمنګان ولایت اوسېدونکي صمیم ازادي راډیو ته ویلي:
که کومه ښځه ونیول شي یا له ستونزې سره مخ شي، مسؤلیت یې د هغې پر سرپرست، پلار، مېړه یا ورور دیصمیم د سمنګان
"په هغه سیمه کې چې موږ اوسیږو، د جمعې د لمانځه په خطبو کې ټولو جوماتونو کې ویل شوي چې که کومه ښځه ونیول شي یا له ستونزې سره مخ شي، مسؤلیت یې د هغې پر سرپرست، پلار، مېړه یا ورور دی. همغوی به ځواب وايي. له همدې امله، د کورنۍ د عزت او ابرو د ساتلو لپاره پلرونه، ورونه او مېړونه اړ دي چې دغو مقرراتو ته غاړه کېږدي او یو لړ محدودیتونه ولګوي. زما په اند دا یوه مجبوري ده، نه دا چې خدای مه کړه موږ وغواړو ښځې وډاروو یا فشار پرې راولو."
د ښځو د حقونو فعالان وايي، که څه هم د کورنیو اندېښنې د درک وړ دي، خو ښځو ته د دغو فشارونو انتقالول ژورې رواني او ټولنیزې پایلې درلودلی شي.
له دې ډلې ناهید مسعودي وايي چې افغان ښځې تر بل هر وخت زیات د خپلو کورنیو ملاتړ ته اړتیا لري:
د کورنیو له نارینه وو او زموږ له وروڼو هیله کوم چې وېره، تشویش او بهرني شرایط یوې خوا ته کېږدي او په کور دننه د خپلو ښځو او لوڼو ملاتړ وکړيناهید مسعودي
"د کورنیو له نارینه وو او زموږ له وروڼو هیله کوم چې وېره، تشویش او بهرني شرایط یوې خوا ته کېږدي او په کور دننه د خپلو ښځو او لوڼو ملاتړ وکړي. پرې نه نږدي چې د هغوی رواني حالت او خپګان ورځ تر بلې ژور شي. موږ وینو چې هره ورځ د طالبانو له لوري محدودیتونه ډېرېږي، د وژنې، ځان سوځونې او جبري ودونو پېښې زیاتېږي. د دې ټولو یو لوی لامل بهرني فشارونه او په کورنیو کې د ملاتړ نشتوالی دی."
د یادونې ده چې ښځو دا روایتونه او اندېښنې چې په کورنیو کې مطرح کېږي، یوازې د شخصي کیسو تر کچې نه دي پاتې شوو بلګې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) هم ویلي چې د جوزا په ۱۷ او ۱۸ نېټه شاوخوا ۳۰ ښځې په هرات کې د لګول شوي حجاب د نه مراعاتولو په تور د طالبانو له خوا نیول شوې وې.
یوناما وايي، که څه هم دغه ښځې د جوزا په ۱۹ نېټه خوشې شوې، خو په ټکو یې دا ډول خپلسري نیونې پر ښځو او د هغوی په کورنیو ژورې پایلې درلودلای شي.
یوناما د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې د مرستیالې او د دې ادارې د سرپرستې، جورجیت ګانیون، له قوله ویلي:
په افغانستان کې د یوې ښځې نیول د هغې لپاره یو ستر داغ ګڼل کېږيجورجیت ګانیون
"په افغانستان کې د یوې ښځې نیول د هغې لپاره یو ستر داغ ګڼل کېږي، چې ان له خوشې کېدو وروسته هم ښځې د لا زیات تاوتریخوالي او د کورنۍ او ټولنې له انزوا سره مخامخ کولی شي."
د یادونې ده چې د مرسل لپاره دا اندېښنې اوس د ورځني ژوند یوه تجربه ګرځېدلې؛ داسې تجربه چې په کورني چاپیرال کې هم نه هېرېږي:
"زما حجاب بشپړ و، عبایه مې اغوستې وه. د ماښام شاوخوا شپږ بجې وې له خپلې کورنۍ سره د خپلوانو کور ته روان وو. په لاره کې دوو طالب سرتېرو، چې ملکي جامې یې اغوستې وې، زما ورور ته غږ وکړ. هغوی په ډېرې تندې لهجې ورسره خبرې کولې. کله چې کور ته ورسېدو، ورور مې وویل چې هغوی سپکې او نامناسبې خبرې ورته کړې وې."
مرسل زیاتوي چې طالبانو یې ورور ته ویلي وو چې د خپلې خور د حجاب خیال وساتي، ځکه که بیا داسې بهر ووځي، ورته به بده تمامه شي.
هغه وايي چې په هغې ورځ یې ورور ورباندې غږ او چت کړ او ډېره یې ملامته کړه او ورته وویل چې هر وخت دا امکان شته چې نجونې له سړکونو ټولې کړي.
مرسل وايي چې "په هغې ورځ مونږ دواړه هم خپه وو او هم غوسه."