ترکیې د داعش خراسان یو مهم غړی نیولی

د ترکیې ملي استخباراتو (MIT) د داعش خراسان څانګې یو مهم غړی، احمد کازانجي، نیولی او ترکیې ته یې لېږدولی دی.

امنیتي سرچینو ویلي، کازانجي چې د «ابو عبیده» او «ابو ابراهیم» په نومونو هم پېژندل کېده، د داعش خراسان د رسنیزې څانګې له مهمو مسوولانو څخه و. نوموړی له ترکیې څخه د افغانستان ـ پاکستان سیمې ته تللی او هلته یې د ډلې په روزنیزو کمپونو کې فعالیت کاوه.

د سرچینو په وینا، کازانجي د جنګیالیو د جلب او لېږد په چارو کې هم رول درلود او غوښتل یې په غیرقانوني ډول بېرته ترکیې ته ستون شي، خو د ځانګړو عملیاتو پر مهال ونیول شو.

ترکي چارواکي وایي، دې عملیاتو د داعش احتمالي پلانونه شنډ کړي او د دې ډلې د جلب او جذب شبکې یې افشا کړې دي.