اوچا: د طالبانو د محدودیتونو زیاتوالی حیاتي خدمتونو ته د ښځو او نجونو لاسرسی محدودوي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) خبرداری ورکړی چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د محدودیتونو زیاتوالی د هغوی لاسرسی حیاتي او ژوند ژغورونکو خدمتونو ته لا محدودوي. دغه ادارې زیاته کړې چې افغانستان لا هم په نړۍ کې د میندو د مړینې له تر ټولو لوړو کچو څخه یوه لري.

د اوچا د افغانستان د برخې یوې مسؤلې، اولګا چیروکو، په یوه ویډیويي پیغام کې د روان وضعیت په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې افغانستان په هرو ۱۰۰ زرو زیږونونو کې د شاوخوا ۶۰۰ میندو د مړینې له ثبت سره، په نړۍ کې د میندو د مړینې له تر ټولو لوړو کچو لرونکو هېوادونو څخه دی. د هغې په وینا، روان بشري بحران تر ټولو ډېرې اغېزې پر ښځو او نجونو کړې دي.

هغې د روغتیايي سیستم په چوکاټ کې د ښځینه کارکوونکو پر مهم رول ټینګار وکړ او ویې ویل:

«مخ پر زیاتېدو اندېښنې شته چې د ښځو او نجونو پر عامه ګډون او کاري فرصتونو لګېدلي محدودیتونه به نه یوازې بشري مرستې له ستونزو سره مخ کړي، بلکې د ښځو او نجونو وړتیا به هم کمه کړي چې حیاتي او ژوند ژغورونکو خدمتونو ته لاسرسی ومومي او ترې ګټه واخلي.»

اوچا ټینګار کړی چې د ښځو پر فعالیتونو او د کار پر فرصتونو محدودیتونه د بشري مرستو د رسولو بهیر او د روغتیايي خدمتونو اغېزمنتیا له جدي ګواښ سره مخ کوي، په داسې حال کې چې میلیونونه افغانان لا هم بشري مرستو ته اړتیا لري.