جرمني په جرمونو کې د ښکیلو افغانانو یوه بله ډله افغانستان ته واستوله؛ایا مجرم پیژندل شوي به هلته بیاهم ترعدلي تعقیب لاندې وي؟

په داسې حال کې چې ټاکل شوې د طالبانو د حکومت یو پلاوی راتلونکې اونۍ بروکسل ته سفروکړي او د اروپایي کمیسیون له چارواکو سره افغانستان ته په اروپایي هیوادونو کې د میشتو افغان کډوالو د بیرته استولو پرموضوع خبرې وکړي، جرمني د سې شنبې په ورځ اعلان وکړچې یوه بله ډله افغانان یې بیرته افغانستان ته واستول.

د جرمني ډي پي اې خبري آژانس د راپورله مخې شاوخوا دیرش افغانان چې جنایي مجرمین هم پکې شامل وو، د جرمني په ختیځ کې د لایپزیګ له هوایي ډګرڅخه په یوه الوتنه کې کابل ته واستول شول. د راپورله مخې په دغه ډله کې چې د جرمني له پنځو ایالتونو ډیپورټ ته غوره شوي و، هغه مجرمان هم شامل وو چې د بېلابېلو جرمونو لکه د جنسي تېري، قتل او جنسي تاوتریخوالي په جرمونو محکوم شوي وو. د راپورله مخې د هوایي ډګر په ترمنیل کې یوشمیرافغانان چې شمیریې شاوخوا ۳۵ تنو ته رسیده راټول شوي او د دغو افغانانو د ډیپورټ په وړاندې یې اعتراض څرګندکړ. په دې وروستیو کې د جرمني د څو ښارونو په ګډون په یوشمیراروپايي ښارونو کې هم افغانستان ته د افغان پناه غوښتونکو او په جرمونو کې د ښکیلو کسانو د ډیپورټ په ګډون بروکسل ته د طالبانو د یوه پلاوي د بلنې په وړاندې اعتراضي لاریونونه ترسره شول. لاریون کونکو له چارواکو غوښتنه کوله چې بروکسل ته د طالبانو د پلاوي کیدونکی سفرلغوه او له طالبانو سره له هرډول تعامل څخه لاس واخلي. د دوی په خبره د طالبانو حکومت په افغانستان کې د ښځو او نجونو په وړاندې سختې تګلارې پلې کړي او هغوی یې له اساسي بشري حقونو څخه محرومې کړې دي.

د راپورونو له مخې، اروپايي ټولنې ویلي چې له دغه پلاوي سره به چې ټاکل شوې د جون په ۲۲ یا ۲۳ بروکسل ته لاړشي،

افغانستان ته د مجرمو او بې اسنادو افغان کډوالو د اخراج په اړه خبرې کوي.

په دې اړه نور:

اروپايي کمیسیون ډیر ژر د څه باندې شل زره افغان کډوالو د اخراج په اړه له طالب پلاوي سره خبرې کوي

افغانستان ته له اروپایي هیوادونو د افغانانو منجمله په جرمونو کې د ښکیلو او نورو چې د پناه غوښتنلیکونه یې ردشوي، د استولو په اړه یوه پوښتنه چې ډیره مطرح کیږي داده چې ایا هغه افغانان چې په اروپایي هیوادونو کې یې درانه جرمونه ترسره کړي او په بند محکوم شوي، افغانستان ته په استول کیدو سره به پاتې بند هلته تیروي او که به ازاد ګرځي؟ د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي د پخواني استاد نصرالله ستانیکزي نظر وپوښت.

اما چون دولت د استرداد قرارداد نه لري، زه فکرکوم چې د عادي شخص په عنوان بیرته خپل هیواد ته ګرځول کیږي او هلته یې څوک ترعدلي تعقیب لاندې نه نیسي

نوموړی وایي، په حقوقي لحاظ یا د نړیوالو جزایي حقوقو له مخې د مجرمینو استرداد یوه مغلقه پروسه ده او په هغه صورت کې مشروع ده چې د دوو هیوادونو ترمنځ د مجرمینو د استرداد قراردادونه وجود ولري. "په هرصورت، زه فکرکوم دا په حقوقي لحاظ جدي خلاوې لري، اما له بلې خوا هغه کسان چې هلته انتقالیږي، افغانستان ته، ولو مجرم وي یا عادي مهاجروي، یا یو تهدید وي، یا ردشوی وي، چون د استردادد قرارداد وجود نه لري، د استرداد د قرارداد مطابق او د قوانینو له مخې، شخص باید خپل متباقي جزا په خپل هیواد کې تیره کړي، اما چون دولت د استرداد قرارداد نه لري، زه فکرکوم چې د عادي شخص په عنوان بیرته خپل هیواد ته ګرځول کیږي او هلته یې څوک ترعدلي تعقیب لاندې نه نیسي."

د راپورله مخې د جرمني حکومت د طالبانو له چارواکو سره یوه هوکړه کړې چې پراساس یې دې هیواد ته اجازه ورکوي چې په منظم ډول افغانان خپل هیواد ته ډیپورټ کړي. جرمني د ۲۰۲۴ کال په اګسټ میاشت کې پرافغانستان د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته د لومړي ځل لپاره په جرمونو کې ښکیل ۲۸ افغانان د قطرپه مرسته له لایپزیګ څخه کابل ته واستول.

له هغې وروسته دې هیواد په خپله څوځلې د افغانانانو ډیپورټ تنظیم کړی، هم یې په انفرادي ډول او هم یې په ډله ییزه توګه په عادي الوتنو او چارټرالوتنو کې په لسګونو افغانان کابل ته استولي دي.

د جرمنې پردغه اقدام په کوردننه هم انتقادونه شوي. انتقاد کونکي وایي چې حکومت په حقیقت کې د طالبانو له حکومت سره کارکوي او هغوی ته امتیازورکوي چې افغانان په زوره بیرته خپل هیواد ته ستانه کړي، هغه هم په داسې حالت کې چې حکومت یې له بشري حقونو څخه د سرغړونو په خاطر په رسمیت نه پیژني.

د راپور له مخې یو امتیاز چې طالبان یې غواړي ترلاسه کړي دادی چې د دوی ډیپلوماتانو ته اجازه ورکړل شي چې په جرمني کې د افغانستان په سفارتونو کې چې ترډیره یې چاري د پخواني، د جمهوریت د وخت ډیپلوماتان سمبالوي، وګماري.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرينت په نومبر کې ویلي و چې "مجرمان او هغه کسان چې د امنیتي ګواښ په توګه ګڼل کېږي، باید لومړیتوب ولري." خو هغه زیاته کړه چې دا په دې مانا نده چې په راتلونکي کې به د اخراج لړۍ یوازې په همدې دوو ډلو پورې محدوده وي.

په دې اړه چې د طالبانو له بیا واک ته رسیدو وروسته یوازې جرمني تراوسه څومره افغانان بیرته افغانستان ته استولي، دقیقې رسمي شمیرې نشته خو په ځینو راپورونو کې یې شمیر له سلو کسانو زیات ښودل شوی.

د ځینو راپورونو له مخې، اروپایي هېوادونه په بروکسل کې د طالبانو له پلاوي سره له شل زرو د زیاتو افغانانو د اخراج پر لارو چارو خبرې کوي.